1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله چين ته د پټي خولې سفر نه دی کړی

۱۳۸۸ دی ۲۷, یکشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله چين ته خپل سفر يو انډوليز کار بللی او مثب يې ارزولی دی...

https://p.dw.com/p/LY5O
د جرمني او چين د بهرنيو چارو وزيران
د جرمني او چين د بهرنيو چارو وزيرانانځور: AP

باربارا کوستولنيک راليکي، گيدووسترويله بايد له خپل سفر څخه رضايت ولري. که څه هم د ده انځور د چين په انگريزي ژبه ورځپاڼه China Dialy کې په لويه اندازه سره نه دئ چاپ شوی، خو د لومړي مخ په پای کې ورته اشاره شوېده. دی وايي:

«دا په عمومي ډول سره يو مثبت سفر وو، او ويې ښودله چې د ځانگړو اړيکو د اهميت او د خپل منځي گټو له مخې بهرني سياستونه يو د بل سره تضاد نه لري.»

ده چين ته خپل سفر يو انډوليز کار بللی دئ، يوه داسې هېواد ته چې د نړۍ تر ټولو لوړ صادرات لري، خو يو داسې ملک هم، چېرته چې تر ټولې دنيا نه زياتې د مرگ سزاوې ورکول کيږي. وستر ويله څرگندوي:

«موږ غواړو صادرات ولرو، موږ غواړو بازارونه د ځان کړو، تر څو په آلمان کې هم د مسلکي زده کړو او کار ځايونه مونده کړل شي، خو د دې تر څنگ موږ له خپلو ارزښتونو څخه هم نه تېرېږو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير چين ته په اصطلاح د پټې خولې سفر نه دئ کړی، ده د تبت موضوع، د ديليلاما او هم د مفکورې او رسنيو پر آزادۍ باندې خبرې کړيدي. د ده غوښتنې د شرطونو په نظر کې نيولو سره رښتيانۍ وې.

«دلته وستر ويله په ډاگه کوي: ما فکر نه کاوه چې د لومړي وزير په توگه د خپل لومړي سفر په ترځ کې به چين ته ځم، خو هر څه بل شان دي.»

د وسترويله شعار دئ: صلاح مشورې او ډيالوگ، د دې متل پر بنسټ چې وايي، دوامداره څاڅکي ډبره سورۍ کوي. او دی ډېر ژر پوه شو، چې په چين کې په تېره بيا يو څه شته او هغه دا چې: هر لوری گټه اوچتولی شي. بيا هم وسترويله:

«په بهرني سياست، په تېره بيا له چين سره په اړيکو کې مهمه خبره دا ده، چې سړی بايد اصول مراعات کړي. له هغه سره کولی شي تراخه حقيقتونه هم په خوله راوړي.»

د بېلگې په توگه د بشري حقونو تر پښو لاندې کونه او يا د مخالف ليو زاو بو پرضد د يوولس کاله بند پرېکړه، او هغه هم ځکه چې له نظم او سمښتونو څخه يې خبره کړېده. ځان د خلکو او بشري حقونو ساتونکی بلونکي گوند FDP مشر ويستر ويله هم دا خبره منځ ته رااچولې او جوتوي:

«طبعاً چې موږ د بندي کونو او بند د سزا ورکونو له خبرونو څخه خواشيني کيږو.خو چاره څه؟ له صلاح مشورو څخه لاس اخيستنه هم کوم بديل نه شي جوړولی. او له دې ډول کار سره هغه کسان يواځې پرېښول کيږي، له کومو څخه چې سړی ملاتړ کول غواړي.»

وستر ويله ښه پوهيږي، چې د چين پر مشرانو د مطبوعاتو او فکرونو د آزادۍ خبرې ښې نه لگيږي، مگر دا څه دی نه مايوسه کوي او زياتوي:

«سړی نه ښايي موجوده ناکامۍ په نظر کې ولري. ربړې بايد راجستر شي او د وړاندې تگ مخه يې ونيول شي، خو بايد اوږدمدته پرمختگ هم په نظر کې ولري او حوصله له لاسه ورنه کړي.»

Kostolnik, Barbara/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل