1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله په افريقا کي د سوماليا د وضع څخه تشويش ښکاره کی

۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعه

کله چي ديوګندا دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال له وسترويلي سره د چاودني ځای ته ولاړ، وسترويلي ډير جدي ښکاريده . ده څو څو ځلي ددې ګوزار له امله دوژل شويو کسانو کورنيو ته تسليت ووايه

https://p.dw.com/p/OSTk
د جرمني خارجه وزير ويسترويله
د جرمني خارجه وزير ويسترويلهانځور: picture alliance / dpa

وسترويلي کله يې چي دافريقا داتحاد دغونډي په مخکي وينا کوله هم ددې سخت ګوذار يادونه وکړه ، اوپه عين وخت کي يې دهغه هيواد دولت ته دهمکاری بلنه ورکړه چي دا سوء قصد کونکي دهغه ځای وو، يعني سوماليا . وسترويلي وويل :

«مونږبايده دي دسوماليې دثبات لپاره ګډ کاروکړو .اروپا پدي برخه کي دافريقا خواته ولاړه ده . اوددې لويي وچي دسوله ايز او ډاډه راتلونکي لپاره د افريقايانوسره په ګډه کار کوي .»

خودسوماليې دلانجې دحل لپاره دالمان دبهرنيو چارو وزير کوم پيشنهاد نه درلودی .ليکن دبهرنيو چارو وزارت بيا اعلام وکړ چي سوماليې ته به سږکال بشري مرستي ډيري سي، او 2,7مليونو يورو ته به ورسيږي. داپيسي سره صليب ته ورکول کيږي اوبايد زخمي شويو کسانو اوبيځايه شويو کسانوته په ښه ورسي. پرته له هغه به دسوماليا په لانجه کي هرڅه دپخوا په شان پاته شي .

Westerwelle besucht Soldaten in Dschibuti Flash-Galerie
ويسترويله په جيبوتي کښي د خپلو عسکرو سرهانځور: dpa

دافريقا اتحاد دسولي پوځ وراستوي، او المان او اروپايي ټولنه به دهغه شاته ولاړه وي . دافريقاداتحاد ځني هيوادونه غواړي ددې لپاره چي سياسي خبري کوم ځاي ته ندي رسيدلي ،دپوځ شمير زيات کاندي . دمثال په ډول دمشرانوله غونډي څخه دمخه ديوګندا جمهوررييس موسيوني وړانديز وکړ چي سوماليي ته 15000 نور عسکر هم واستول شي . وسترويلي دا اصولاً يو ډير په زړه پوري وړانديز بولي او وايي:

«دا داسي موضوع ده چي لمړی بايده دي دافريقا ټولنه په خپل منځ کي پري وغږيږي . زه نه غواړم چي پدې موضوع باندي پخوا له هغه څه ووايم .مونږ په سوماليه کي ديوګندا له فعاليتونوڅخه مننه کوو، ځکه چي دا دسمندري غلو سره دمبارزې لپاره په سيمه ايزه توګه د مسوليت په غاړه اخيستل ښيي . »

خو پوښتنه پدې کي ده چي آيا اضافه عسکر بهد سوماليا شخړه حل کړی ؟ ځکه چي همدا اوس هم په سوماليه کي ۵۰۰۰ دافريقا داتحاد عسکر موجود دي ،او ډير لږ بريالي دي . دوی يوازي دهوايي ډګر، دخپلي قشلې، اود رياست جمهورۍ دماڼۍ ساتنه کوي . مګر دډيريو سوماليايانوپه نظر دوی دکرکي وړ اشغالگران دي. پر دغه موضوع باندی ويسترويله څه بحث ونه کی ،اويوازي يې په سوماليه کي دجرمني ونډه ياده کړه .

Flash-Galerie Westerwelle Niebel Afrikatour
انځور: AP

ده دسوماليايي عسکرو دروزني د يوه کمپ څخه کتنه وکړه چي هلته داروپايي ټولني روزونکي ،سوماليايي عسکر روزي . المان هلته 13کسه روزونکي استولي دي . تر2011کاله پوري بايده دي 2000 سوماليايي عسکر وروزل شي او ګمارني ته چمتووي . خو ددر ډار سته چي داعسکر به ښه موثر نوي . مګر دبهرنيو چارو وزير دا انتقاد ونه مانه او ويي ويل:

«ددغه بديل څخه مخ اړول، هيڅ کارنکول، اوونډه نه اخيستلو نتيجه به داوي ، چي سړي ويني څنگه دسمندري غلو شمير ورځ په ورځ ډيريږي، او يو دولت له پښو لويږي .اوپه غير قانوني سيمي باندي بدليږي . »

وسترويلي په يوګنداکي له 18 ګړيو تم کيدو څخه وروسته بيرته دالمان اتحادي جمهوريت ته راستون شو .

دانيل/اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري