1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وولف: افغانان به هيڅ وخت يوازي پرېنږدو

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

د آلمان جمهوررئيس کريستيان وولف په يو رسمي سفر کابل ته رسېدلی او هلته يې مخکي له دې چي په پوځي تشريفاتو يې هرکلی وسي، د بشري حقونو د يوې فعالي سره کتلي او د افغانانانو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د مرستو ژمنه کړې.

https://p.dw.com/p/12ssS
وولف د خپلو ځواکونو څخه د ليدني پرمهال
وولف د خپلو ځواکونو څخه د ليدني پرمهالانځور: dapd

وولف نن د يکشنبې ورځ تر غرمې مخکي په کابل کي د يو وار بيا وويل، چي آلمان به د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په تيرو ۴۴ کالو کي د يو آلماني جمهوررئيس لومړی رسمي سفر دی، چي افغانستان ته يې کوي. وروستی وار په ۱۹۶۷ ميلادي کال کي هينريش لوبکه په رسمي سفر افغانستان ته تللی و.

د آلمان جمهوررئيس کريستيان وولف کابل ته په رسېدوسره ويلي:« موږ به هيڅ وخت افغانان يوازي پرېنږدو.»

د وولف سره په دې سفر کي د افغانستان د پاره د آلمان ځانگړی استازی ميشائيل شټاينر هم سفر کړی.

ټاکل سوې چي کريستيان وولف به د افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو اترو وروسته د غرمې ډوډۍ وخوري. د دواړو ولسمشرانو په خبرو کي په افغانستان کي د بشري حقونو، ملکي وگړو او ښځو د حالت په اړه څرگندوني سوې.

د کرزي او وولف په خبرو کي به د جرمني د بن نړيوال کنفرانس په اړه هم خبري وسي، چي ټاکل سوې د افغانستان د راتلونکي لپاره به د روان کال د ډسمبر د مياشتي په لومړيو کي را وبلل سي.

په خبرو کي افغان امنيتي ځواکونو ته په بشپړه توگه د افغانستان د امنيت واگي وسپارل هم شامل دي.

آلمان د افغان پوليسو په روزلو کي تر ټولو نورو هيوادونو ستره ونډه لري. په آلمان کي د افغانستا د سياست په اړه هر وخت ډير تاوده بحثونه روان وي.

اټکل کيږي، چي کريستيان وولف به د ورځي په وروستيو کي مزارشريف ته ولاړ سي او هلته به د خپلو ځواکونو څخه ليدنه کتونه وکړي.

د ۲۰۱۰ کال د می په مياشت کي د آلمان د وخت جمهوررئيس هورست کولر په يو ناڅاپي غيري رسمي سفر افغانستان ته ولاړی او هلته يې د خپلو عسکرو سره تر ليده کاته وروسته د افغانستان پر ماموريت تر نيوکو وروسته خپله استعفا وړاندي کړه.

ټاکل سوې وه چي کريستيان وولف د وران کال په سپتمبر کي افغانستان ته تللی وايي، خو د امنتيي ستونزه له کبله يې سفر ځنډېدلی و.

کريستيان وولف شاوخوا يو کال کيږي، چي د آلمان ولسمشر ټاکل سوی او په دغه دوره کي يې د خپل هيواد د دفاع وزارت د چارو څخه ځان ليري ساتلی دی.

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل

کتونکې: بريښنا صابر