1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې یو شمیر کسان د مولود لمانځنې ته د شک په سترګه ګوري؟

۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعه

له مراکش څخه تر بنګله دېش پورې دغې ورځې ته مېلې پلان شوې دي. ډېری مسلمانان د يکشنبې په ورځ مولود شريف لمانځي. خو ځينې خلک دغو لمانځنو ته د شک په سترګه ګوري. ولې؟

https://p.dw.com/p/3SguU
Symbolbild Ramadan in Malaysia Moschee
انځور: Getty Images/AFP/M. Vatsyayana

په قاهره کې به د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ ع کال د نومبر په ۱۰مه) د انسانانو اوږده کتارونه د ډولونو د آوازونو په بدرګه له کوڅو تېريږي. په ترکيه کې بيا مسجدونه ټوله شپه په چراغونو رڼا کيږي او د اندونيزيا په جاوا ټاپو کې دغه مېله يوه اوونۍ دوام کوي چې له څرخنده زانګو تر اورلوبو پورې پراخ مراسم او ساعت تېرۍ ورته په نظر کې نيول شوې دي. 
د ميلاد النبي يعنې د اسلام د پيغمبر د زېږېدو ورځ د سنيانو له خوا د ربيع الاول مياشتې په ۱۲مه ورځ لمانځل کيږي خو شيعه مسلمانان بیا دغه پېښه پنځه ورځې وروسته لمانځي. يو علت يې دا دی چې خلک غواړي له خدای څخه مننه وکړي او شکر یې ادا کړي چې محمد (ص) يې د اسلام له پيغام او د ژوند د مخبېلګې او سرمشق په توګه دنيا ته رالېږلی دی. 
سږ کال دغه ورځ د نومبر په ۱۰مه ده. داسې ويل کيږي چې پيغمبر خپله د خپلې زېږېدنې په ورځ روژه نيوله. خو د مولود په اوسنيو لمانځنو کې د زېږېدنې د ورځې د نورو لمانځنو په څېر هم ښه خواړه تياريږي. شتمن بسپنه ورکوونکي يا ديني بنسټونه په دغه ورځ عامو او بې وزلو خلکو ته ډوډۍ ورکوي. د مصر د مولود شريف په اوږدو «لاريونونو» کې چې خلک پکې خپله خوشحالي اظهاروي، په نندارچيانو باندې خواږه وېشل کيږي.

د ميلاد النبي د لمانځلو اصل

خو پر مېلو سربېره چې په ډېرو ځايونو کې يې خلک جوړوي، د خپل دين د بنسټ ايښودونکي او لارښود يادون او مذهبي مراسم هم ډېر اهميت لري. د مولود د ورځې څخه مخکې شپه يوه له پنځو سپېڅلو شپو څخه ګڼل کيږي چې دعا او عبادت په کې د خلکو په باور ډېر اورېدل کيږي. په مسجدونو او عامه واټونو کې د قرآن د تلاوت او د حضرت محمد په ستاينه د هغه د ژوند يادون کیږي. د مولود لومړنۍ لمانځنې په مصر کې د ۱۱مې عيسوي پېړۍ د فاطميونو سلسلې ته ورګرځي چې خلفاو يې نه يوازې تقوا مهمه ګڼله، بلکې د شاندارو مراسمو د لارې يې غوښتل چې خپل نسب (چې خپله پيغمبر ته ستنيږي) او په دې ډول سره خپل قدرت هم ښکاره کړي. له مصر څخه بيا د ميلاد النبي لمانځنې په ټولې اسلامي نړۍ کې خپرې شوې.
دانيل روترس چې د جرمني د مونستر پوهنتون د اسلامي الهياتو د څانګې څېړونکی دی، وايي چې «دا چې هغه ډېر محبوبيت لري، نو اسلامي واکدارانو له دغو لمانځنو څخه د خپلو ويناو او اعمالو له پاره ګټه اخيسته څو ځانونه مطرح کړي.» دا په داسې حال کې ده چې ولسي اسلام په مکه کې د حضرت محمد (ص) د زېږېدنې د ورځې په اړه ډېرې کيسې او افسانې لري. د سعودي عربستان د وهابيانو يا سلفيانو په څېر سخت دريځه خوځښتونه دغه مېله ناروا او د سترګو اغزی بولي. هغوی د ميلاد النبي مېلو ته د بدعت په سترګه ګوري چې د مسلمانانو پام د الله (ج) له عبادت څخه اړوي. له دې کبله له نورو ډېرو اسلامي هېوادونو سره په تفاوت او توپير سره په سعودي عربستان کې د مولود شريف لمانځل منع دي، په داسې حال کې چې د خليج په ځينو هېوادونو کې ورته لږ تر لږه په بده سترګه کتل کيږي. 
خو د اسلامي عالمانو اکثريت د پيغمبر يادون روا بولي او حتی د لمانځلو توصيه يې کوي. روترس وايي چې «په ځينو هېوادونو کې د سعودي په ملاتړ وهابيزم د غوړېدو په حال کې دی، د بیلګې په توګه په اندونيزيا کې، چې د خوشحالۍ په دغو لمانځنو باندې انتقادونه هم په ډېرېدو دي». خو د هغه په خبره د مولود په محبوبيت کې به له دې کبله هرو مرو کوم بدلون ونه ليدل شي.

Ägypten Fest Mawlid al-Nabi
په مصر کې د ميلاد النبي په ورځ خواږه وېشل کيږيانځور: Reuters/A. Abdallah Dalsh


ns/ms (KNA)