1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي کابل او اسلام آباد یو پر بل تورونه لګوي؟

مسعود جهش۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

افغان او پاکستاني چارواکي ولي که برید په افغانستان کې وي اسلام آباد ته او که په پاکستان کې وي کابل ته ګوته نیسي؟ کارپوهان وایي چې دواړه هیوادونه باید د تورونو لګولو پر ځای اصلي ستونزې له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/1HhnK
انځور: Getty Images

کله چې د چهارشنبې په ورځ د پیښور په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید کې ۲۱ کسان ووژل شول، پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې گويا برید د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمو څخه پلان شوی وو. ځيني افغان چارواکي هم د څه نا څه ټولو ناامنیو پړه پر پاکستان باندي اچوي او ادعا کوي چې په دې هیواد کې ځیني کړۍ د طالبانو په ملاتړ سره غواړي د هندوستان پر وړاندي یوه نیابتي جګړه پر مخ یوسي.

د دواړو هیوادونو له خوا بیا یو پر بل باندي د دغه شان تورونو لګولو لړۍ ډیر ځلي په داسې وخت کې تودیږي چې اسلام آباد غواړي د افغانستان د سولي د بهیر ملاتړ وکړي. افغان او پاکستاني کارپوهان د دغو پیښو او د هغوی د رامنځ ته کیدو په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې یو پر بل باندي د تورونو لګول د نیابتې جګړې یوه مهمه برخه ده. د هغه په اند پاکستان غواړي له دې وضعیت څخه په ګټه اخیستلو سره پر افغان حکومت باندي فشار راوړي، څو د دې هیواد غوښتنې ومني.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شريف، له ولسمشر غني سره په خپله وروستۍ لیدنه کې له هغه څخه غوښتي ول چې په افغانستان کې د هند ځيني کونسلګرۍ وتړي. پاکستان ادعا کوي چې هند په افغانستان کې د دې هیواد پر ضد یوه نیابتي جګړه پر مخ وړي، خو افغانستان بیا وایي چې هیڅ یوه هیواد ته به اجازه ور نه کړي چې بهرنی سیاست یې وټاکي.

د ځلاند په خبره پاکستا د خپلې ادعا د ثابتولو له پاره د وروستیو بریدونو پړه پر افغانستان اچوي، څو له رامنځ ته شوي وضعیت څخه په خپله ګته کار واخلي: «پاکستان له دي لارې غواړي د افغانستان بهرنۍ پالیسې تر خپلې اغیزې لاندې راولي، په سیمه کې د هندوستان ستراتیژیکي ګټي تر برید لاندي راولي، د دیورند کرښه په افغانستان ومني او دا چې نړیوالو ته وښيي چې د اسلام آباد ستونزې د افغان حکومت په ناکارۍ که ریښې لري.»

له بلې خوا بیا پاکستاني ژورنالیست شمیم شاهد، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې یو پر بل باندې تورونو ګلولو سره د دواړو هیوادونو مشرتابه غواړي چې خپل ضعف پټ کړي. د هغه په خبره د تورونو پر ځای باندي اسلام آباد او کابل په ګډه په خپلو سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د یاغیانو اډې له منځه یوسي.

شاهد وویل: «په کار دا ده چې دواړه هیوادونه سره نزدې شي او له ترهګرو سره په ګډه مبارزه وکړي او هغوی له منځه یوسي. که دا و نه شي نو جګړه به دوام ولري او د دواړو هیوادونو دښمنان به له وضعیت څخه ګټه واخلي.»

د سولي له پاره باید اساسي کار وشي

افغان حکومت او کارپوهان ډیر وخت د پاکستان پر پوځ باندي د یاغیانو د ملاتړ تور لګوي او وایي چې د اسلام آباد له خوا د سولي خبرو اترو د پیلولو هلي ځلې تر هغه وخته پوري پایلې ته نه شي رسیدای چې ملکي او بوځي پاکستاني چارواکي په دې برخه کې په یوه نظر نه وي.

د ځلاند په اند لومړی باید د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي د افغانستان د سولې په اړه یو موقف غوره کړي او تر هغه وروسته بیا ولسمشران یو له بل سره په دې برخه کې ریښتنې همکاري پیل کړي.

هغه وویل: «تر هغه وخته پورې چې په دې سیمه کې ملکي حکومتونه په بشپړه توګه چاري په لاس کې وا نه خلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه نه شي حلیدای.»

پاکستانی خبریال شاهد بیا په دواړو هیوادونو کې د ناامنیو پړه پر هغو کسانو باندي اچوي چې نه غواړي کابل او اسلام آباد سره نزدې شي. هغه وویل: «په دواړو هیوادونو کې د امن داسې دښمنان موجود دي چې نه غواړي اسلام آباد او پاکستان سره نزدې شي. »