1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي هامبورګ د برلین ۲۲۰ پولیس بیرته خپل ښار ته استولي؟

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

هامبورګ د برلین ۲۲۰ پولیس بیرته خپلو کورونو ته استولي دي. د دې کار لامل د نورو تر څنګ په عام محضر کې د جنسي عامالو ترسره کول، د خلکو ملکیت ته تاوان رسول او د وسلو ناسمه ساتنه ښوول شوي.

https://p.dw.com/p/2fWdS
Berliner Polizisten vom G20-Einsatz zurückgeschickt
انځور: Picture alliance/dpa/D. Naupold

د المان د هامبورګ ښار چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه ښار د برلین له شاوخوا ۲۲۰ پولیسو څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره بیرته خپل ښار ته ستانه شي. دغه پولیس هامبورګ ته د G20 غونډې د امنیت نیولو په موخه استول شوي ول.

د برلین د پولیسو یوه ویاند دغه موضوع تایید کړې ده او ویلي یې دي چې دغو پولیسو د اوونۍ په رخصتیو کې د نورو تر څنګ په عام محضر کې جنسي عامال ترسره کړي، ډیر الکول یې څښلي او له خپلو وسلو یې ناسمه استفاده کړې وه.

د برلین د پولیسو ویاند توماس نیوندورف، ویلي دي: «دغه ډول کړه وړه د برلین د پولیسو له پاره د شرم خبره ده.»

خو په یوه بله مرکه کې بیا نیوندورف د پیښې په اړه بل ډول څرګندونې کړي او ویلي یې دي: «هغوی زړه تنګي شوي ول، ځکه هلته تلویزیونه نه ول.»

خو هغه دا هم روښانه کړې ده چې «څوک نه شي کولای چې په عام محضر کې له یوه بل کس سره جنسي اړیکه ولري».

هامبورګ به د جولای له ۷ تر ۸مې نیتې پورې د G20 سرمشریزې کوربه وي. له همدې کبله د آلمان له بیلابیلو ښارونو څخه پولیس دغه ښار ته رسیدلي دي چې د غونډې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي.

د برلین دغه پولیس د کډوالو په یوه پخواني مرکز کې چې د «بد زیګبیرګ» په سیمه کې پروت دی، میشت ول. ځایي اوسیدونکو د دغو پولیسو له خوا د هغوی ملکیتونو ته له تاوان رسولو او له نامناست چلن څخه شکایت کړی دی.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د هغو کسانو په ډله کې چې نظم یې خراب کړی دی څومره د برلین پولیس او څومره ځایی اوسیدونکي شامل ول، خو هامبورګ ښار د برلین له ۲۲۰ پولیسو څخه غوښتي دي چې دغه ښار پریږدي او بیرته برلین ته ستانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د برلین د پولیسو په هکله دغه شان رپوټونه ورکول کیږي. تر دې مخکې دوو ورنو د پولیسو په منځ کې د مخدرو توکو د پلورلو یوه شبکه جوړه کړې وه، او په یوه بله پیښه کې بیا یوه پولیس د څار وسایل غلا کړي ول او د هغوی د بیا پلورلو هڅه یې کوله.

زموږ له اشریف څخه: