1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسې جرگې د ملي یووالي حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

سیرت / عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

د افغانستان ولسي جرگي د ملِي یووالي حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړ، که چیری «تر راتلونکې اونۍ» پورې د خپل حکومت غړي پارلمان ته معرفي نه کړي، د ولس استازي به په اړینو اقداماتو لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/1E7xt
د ولسی جرگې غونډه
د ولسی جرگې غونډهانځور: DW

د څارونکو په نظر د قدرت د تقسیم د څرنگوالي پر سر اختلاف او دا چې څوک کوم مقام ته وټاکل شي، د افغانستان د ملي یووالی د حکومت د کابینې د معرفی کولو په وړاندی یو غټ خنډ گڼل کیږي.

د افغانستان د ولسې جرگې استازو نن شنبه ( د ۱۳۹۳ کال د قوس ۲۹) د ملي یووالي پر حکومت سختې نیوکې وکړې چې ولی لا تراوسه هغه نه دی توانیدلی چې خپله کابینه پارلمان ته معرفي کړي. د ولسي جرگې رئیس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«دا اونۍ وروستې اونۍ ده. د راتلونکې اونۍ په سر کې باید کابینه مونږ ته معرفی شي. پرته له دې مونږ بل ډول تصمیم نیسو.» خو ابراهیمي په دې هکله نوره رڼا وا نه اچوله چې پارلمان به په څه ډول یو «تصمیم» لاس پورې کړي. له دی مخکې هم د افغانستان د ولسې جرگې ځینو استازو دغه ډول خبرداري ورکړي دي.


په عین وخت کې د افغان ولسشمر محمد اشرف غني یو ویاند، د افغانستان د رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې د ملی یووالي حکومت مشران د راتلونکې کابینې د یو شمیر وزیرانو په نومولو موافقې ته رسیدلي دي. د طلوع او آریانا تلویزوني شبکو له خوا نن شنبه په خپاره شوو خبرونو کې وویل شول چې «ولسمشر او د اجرائیه چارو رئيس د ځینو وزیرانو په نومولو کې سره هوکړه کړی ده.» د رسنیو په رپوټونو کې د یو شمیر نومول شوو وزیرانو نومونه هم بربڼد شوی دي.
د ولسمشر ویاند، نظیف الله سالارزي دویچه ته په یوه تیلفوني تماس کی د نوموړو رسنیو دغه خبر رد کړ او یواځي دومره یی وویل چې له وعدې سره سم ولسمشرغني څرنگه چی د لندن په کنفرانس کې له گډون خخه یوه ورځ مخکې اعلان کړی ؤ، خپله کابینه به « د دوو ترڅلوراونیو» پورې پارلمان ته معرفی کړي.

ولسمشر اشرف غني او د هغه د اجرائیه چارو رئیس عبدالله عبدالله
ولسمشر اشرف غني او د هغه د اجرائیه چارو رئیس عبدالله عبداللهانځور: Reuters


خومعین مرستیال چې د ملي یووالي د حکومت یو نژدې شخص گڼل کیږي، دویچه ویله ته وویل چې ولسشمر غني او د اجرائیه چارو رئیس عبدالله ښايي په همدی اونۍ کی ځیني «نوماند وزیران» معرفی کړي. هغه وویل: «۹ تنه وزیران چې څلوریې ولسمشر او څلور یې نور ېې ډاکترعبدالله پورې اړه لري او یو بل تن چې مستقل نوماند وزیر دی، ښايي د روانی اونۍ په منځ او یا پای کی پارلمان ته معرفی شی.» د نوموړي د وینا له مخې دغه ټول نوماند وزیران «امنیتي او اقتصادي» سکتورونو پورې اړه لري.


د وزارتونو د سرپر پرستی مشروعیت تر سوال لاندې دی


په اوسني وخت کې د افغانستان د بیلابیلو وزارتونو چارې د سر پرست وزیرانو چې اکثره د اړندو وزارتونو پخواني معینان ول، په غاړه دي. پارلماني استازي وايي چې دغه وضعیت د حکومت مشروعیت ترسوال لاندې راړوي دی، ځکه د هغوی په نظر سرپرست وزیران «محدود صلاحیتونه» لري. د پارلمان د وینا له مخې سرپرست وزیران د استخدام او برطرفیو صلاحیت نه لری. دغه راز د محدودو صلاحیتونو له امله، د ډيرو وزارتونو اړونده پروژې په ټپه دریدلي دي. د پارلمان استازي وايي چې د دی وضعیت دوام د حکومتوالی بهیر ته تاوان رسوي.

د کابینې ځڼد او د «هیواد کړکیچن وضعیت»

له بلې خوا په کابل او یو شمیر نورو ولایاتو کې د ناامنیود لمن د پراخیدو سره د ملي یووالي پر حکومت باندی نیوکې زیاتي شوي دي. تیرو اونیو کې پلازمینه کابل د یو شمیر پرله پسې ځانمرگي بریدونه شاهد ؤ. په کنړ او بدخشان کې د حکومتي سرتیرو او طالب یاغیانو ترمنځ نښتې روانې دی. دا وضعیت په داسی وخت کې رامنځ ته شوی چی نړیوال جنگي سرتیري د خپلو وتلو په وروستیو ورځو کې قرار لري.

د ولسې جرگې ریاست
د ولسې جرگې ریاستانځور: DW


د ولسي جرگې رئیس ابراهيمي وویل چې هیواد ېې په ډيرکړکیچن وضعیت دی:«دا څلویست ورځي کیږي چی مونږ چیغی وهو، خو څوک یی نه اوري. آیا دا ولس ته بی احترامی نه ده؟ ایا دا د اساسی قانون په وړاندی او د ولس د ارادې په وړاندې بی احترامی نه ده؟»


د ملی یووالی حکومت خلکو ته وعده ورکړې چی هیڅ یو پخوانی وزیربه په نوی کابینه کې ځای ونه لری او هر وزیر به د خپل تخصص او لیاقت له مخې دندې ته وگمارل شی. خو دا چې تر اوسه کابینه ځندول شوې، پارلمان نه شی کولای چی ووایی ایا ولسمشر او د هغه اجرائیه چارو رئیس په خپلو ژمنو وفاه کړی که نه.


د پکتیکا استازي، نادرخان کټوازي د شنبه د ورځي په غونډه کې وویل، کله چې دغه وزیران پارلمان ته معرفی شي بیا کیدا شی سړی قضاوت وکړي: «دا به سم نه وی چی زه د پارلمان د استازي په توگه د نوماند وزیر د لیاقت او پوهي څخه پرته، هغه ته دی په وجه رائیه ورکړم چې گواکې هغه له پکتیکا څخه دی. گوندي، قومی او سمتي معیارونه باید په پام کې ونه نیول شی.»


د پارلمان استازو په خپله ننې غونده کې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړ چې نوې کابینه باید د اشخاصو او افرادو په انحصار که نه وی:« په دغه کابینه کې د افغانستان ټول ولس باید خپل استازي سهیم وگڼي.»