1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگې انیسه رسولي ته د باور رایه ورنه کړه

دویچه ویله : خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ تیر ۱۷, چهارشنبه

د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرگه کې د دریو مهمو پوستونو له پاره رای ورکونه ترسره شوه. د سترې محکمې د عالي شورای غړیتوب له پاره نومانده انیسه رسولي ونه توانیدله چې د ولسي جرگې باور ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1Fv9Y
انځور: DW/H. Sirat

تر غونډې وروسته یو شمیر استازو دویچه ویلې آلمان غږ ته وویل چې ځینو محافظه کاره استازو تر رای ورکونې مخکې د میرمن رسولي پر ضد تبلیغ کاوه او نور وکیلان یې هم هڅول چې میرمن رسولي ته رایه ور نه کړي.په عین وخت کې ځینو نورو استازو بیا ویل چې ۲۱ تنه ښځینه استازې په دې ورځ ولسي جرګې ته نه وو حاضر شوې چې دا مساله هم د انیسه رسولي په زیان تمامه شوه.

د ولسي جرګې دویم مرستیال ظاهر قدیر د انیسه رسولي د رایو پایله د چهار شنبې په غونډه کې اعلان کړه:« آغلې قضاوت مل انیسه رسولي ۸۸ د بارو ۸۳ رد، ۷ باطلې، او ۱۴ سپینې رایې تر لاسه کړې او پایله یې دا ده چې پر هغې باور ونه شو.»

غبرګونونه

د پارلمان ښځینه غړو له تېرې یوې اونۍ راهیسې هڅې کولې چې د افغانستان په تاریخ کې د لمړي ځل له پاره یوه ښځه د سترې محکمې په عالي شورا کې وګوماري. په ورته وخت کې د مېرمن رسولي پر ضد یو شمېر مخالف استازي هم موجود ول دوی ویل چې د شریعت له پلوه یوه ښځه نه شي کولی په قضا کې لوې موقف ولري.

مولوي شهزاده شاهد د تېرې چهار شنبې په ورځ په ولسي جرګه کې په ښکاره توګه مخالفت وښود چې په دغه پوسټ کې باید ښځینه غړي و نه ګومارل شي. خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازۍ شکریه بارکزې بیا د مېرمن رسولي ردېدل یوه جفا وبلله او له ولسمشر څخه یې د بلې ښځې د ورپېژندلو غوښتنه وکړه.

هغې وویل:« لس کاله وشول چې موږ د قضا په شورای کې له یوې ښځې ملاتړ کوو. نن چې کومه جفا ددې خور په حق کې وشوه هیله ده ولسمشر یې په مقابل کې بله خور را وپېژني. او له هغې سره داسې جفا تر سره نه شي. موږ نه باید قرباني شو، مونږ وړتیا لرو.»

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې هم پر دغه کار خوابدی شوې او وايي تمه یې درلوده چې مېرمن رسولي به بریالۍ شي. د سیاسي مشارکت د کمېټې مشرې ډاکټر عالمي په دې اړه دویچه ویله آلمان غږ ته ویلي:« اوس هم لیدل کیږي چې د ښځو پر وړاندې تنګنظري او او د ښځو پر ضد سلیقه موجوده ده. د پارلمان د نارینه وو په منځ کې په خواشینۍ سره چې دې ښځې رایه تر لاسه نه کړه.»

عالمي له ښځینه استازو څخه هم ګیله کوي او وايي‌ که چېرې ۲۱ تنې ښځینه استازې نه وی غیر حاضرې شوې، نو رسولي کولی شول چې په اسانۍ سره یاد پوسټ ته بریالۍ شي.انیسه رسولي چې په ۹ رایو ناکامه شوه د خپل پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د فساد پر وړاندې به جدي مبارزه کوي.

Afghanistan Parlament
انځور: DW

دوه نور استازي بریالي شول

ورته مهال د سترې محکمې له‌پاره بل نوماند یوسف حلیم په ۱۰۳ او د افغانستان بانک له پاره نوماند خلیل الله صدیق په سلو رایو بریالي اعلان شول. د افغانستان په بانکي سیستم کې که څه هم یو لړ ستونزې موجودې دي، خو صدیق وايي هڅه به وکړي چې د نورو ستونزو تر څنګ پولی سیاست هم اصلاح کړي.

صدیق وویل:« د مرکزي بانک له زیرمو څخه د اسعارو خرڅلاو نه باید یوازې یو پولی سیاست په پام کې ونیول شي. بلکي هغه اسعار چې لیلامیږي باید د هیواد په ګټه او د صادراتو په ملاتړ وکارول شي. زه ددې ستونزې له پاره یوه عملي او منطقي لاره پیدا کوم.»

په افغانستان کې د کابل بانک د ۹ میلیونه ډالرو د اختلاس قضیه د دې لامل شوه چې د افغانستان بانکي سیسټم د نورې نړۍ له پاره بې باوره شي. په دې وروستیو کې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بینه هم ډېره ټیټه شوې ده. بل لور ته دا وېره هم موجوده ده چې د بهرنیو مرستو په کمېدو سره به د افغانیو بیه د خارجي اسعارو پر وړاندې نوره هم ټيټه شي.

دا مهال یو امریکايي ډالر د شپېته اشاریه پنځوس افغانیو په شا او خوا کې تبادله کیږي په داسې حال کې چې یو کال وړاندې یو امریکایې ډالر د ۵۳ او ۵۴ افغانیو په مقابل کې بدلیدل.