1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرګې د ټاکنو ځنډولو په اړه غبرګون وښود

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبه

د افغانستان د ولسي جرګي غړو د دوبي تر رخصتیو وروسته، په لومړۍ کاري ورځ تر ۲۰۱۸ کاله د ټاکنو د ځنډیدو د وړاندیز په اړه غبرګون وښود. هغوی له حکومته وغوښتل چې د ټاکنو د امنیت ساتلو له پاره هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/19dVG
انځور: picture alliance / dpa

د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې په سونو قومي سپین ږیرو او مخورو د یوې غونډې په ترڅ کې تر ۲۰۱۸ کاله د ټاکنو د ځنډیدو غوښتنه وکړه. د هغوی په وینا د نا امنۍ له کبله د عادلانه ټاکنو تر سره کیدل ناممکنه دي.

خو دغه وړانديز ته ولسي جرګې غبرګون وښود. په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي سرور عثماني، د شنبې ورځې ( ۲۰۱۳ کال د سپتمبر۷) په عمومي غونډه کې وویل: «د ځینو خلکو له خولې اوریدل کیږي چې تر ۲۰۱۸ کاله باید د حاکمیت قدرت وي، زه نه پوهیږم چې هغوی دیموکراسۍ ته متعتقد دي؟ د ولس ارادې ته معتقد دي؟ اساسي قانون مني؟ او هغوی ولې د خلکو ارادې ته درناوی نه لري.»

د پارلمان دغه استازي ټینګار وکړ چې حکومت باید د ټاکنو د تأمین له پاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او په سوله ییزه توګه د سیاسي قدرت لیږد ته لاره اواره کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم پر دې خبره باندي ټينګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د رایې ورکووني د کارتونو د ویشلو زمینه برابره کړي، تر څو ټول خلک کارتونه ولري او په ټاکنو کې خپله رایې وکارولای شي.

ابراهیمي وويل: «د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته به بلنه ورکړو چي په دې ترڅ کې د هغوی د کارونو په اړه راپور واورو او د رایې ورکوني د کارتونو د ویش په برخه کې چې د خلکو د ضروروتونو د پوره کولو له پاره کافي نه دي، او ډیر کم وخت پاتې دی، هم هغوی ته معلومات ورکړو.»

څو ورځې تر مخه د کابل-هرات د لویې لارې د مسافر وړونکو اتحادیې د جگړې، غلاو او په زوره د پیسو اخیستو پر ضد کاري اعتصاب تر سره کړی وو
څو ورځې تر مخه د کابل-هرات د لویې لارې د مسافر وړونکو اتحادیې د جگړې، غلاو او په زوره د پیسو اخیستو پر ضد کاري اعتصاب تر سره کړی ووانځور: Reuters

د ولسي جرګې یو شمیر استازو وویل هغه لیرې پرتې ولسوالۍ چې د نوم لیکني مرکزونو ته لاس رسی نه لري، باید د ټاکنو کمېسیون دغو ځایونو ته د کارتونو د ویشلو ګرځنده ډلي ولېږي، تر څو ټول خلک کارتونه ولري.

د نا امنیو زیاتیدل

د پارلمان غړو د نا امنیو د زیاتیدو څخه شکایت وکړ او د امنیت د ټينگښت له پاره یې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه په ځانګړې توګه د افغانستان د عمومي لارو په اوږدو کې. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمد نعیم لالي حمیدزي، وویل چې د پخوا په پرتله ددغه ولایت سرحدي سیمي نا امنه شوي دي.

حمیدزي زیاته کړه چې په کندهار کې تقريباً حکومت وجود نه لري: «له پاکستان او ایران سره سرحدي پولې چې موږ ورته اشاره کوو، ډیري نزدې شوي دي. اوس شمالي او جنوبي وزیرستان زموږ سیمې ګرځیدلي دي.»

د میدان وردگو ولایت د خلکو استازي غلام حسین ناصري، هم په دغه ولایت کې د نا امنیو څخه شکایت وکړ. د هغه په وینا په دغه ولایت کې د خلکو ژوند خوندي نه دی او د هغوی له پاره باید تدابیر وسنجول شي. ناصري په خپلو کې خبرو کې وړاندي وویل چې امنیتي بنسټونه باید په وردگو ولایت کې نا امنیو ته رسیدګي وکړي.