1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني له پاکستان سره د خبرو اترو غوښتنه کړې

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان جمهوررئيس اشرف غني د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي د وينا پرمهال له پاکستانه وغوښتل چي د افراطيانو په ځپلو کي همکاري وکړي او هيواد ته ئې د اضافي امريکايي عسکرو لېږل يو فرصت وباله.

https://p.dw.com/p/2kKkJ
USA Aschraf Ghani UN-Vollversammlung
انځور: Reuters/E. Munoz

ولسمشر غني د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وينا کي وويل چي د امريکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ نوي ستراتيژۍ وسله والو طالبانو ته داسي سيگنال لېږلی چي هغوی کولای نه سي د جگړې په ډگر کي بريالي سي او د سولي خبرو اترو ته کښنې.

غني وويل: «موږ د دغي ستراتيژۍ چي موږ ئې ډاډمن کړي يوو هرکلی کوو. افغانان له کلونو راهيسي د امريکا متحدو ايالاتو د دغه شان پريکړي په تمه ول.»

ترمپ په لومړي سرکي له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د راايستلو خبره کړې وه، خو څه موده وروسته ئې بيا خپل دريځ بدل او افغانستان ته ئې د په زرونو اضافي عسکرو د لېږلو پريکړه وکړه او ويې ويل چي له پاکستان سره به چي له زيات وخت راهيسي يې استخباراتي اداره له ياغيانو سره د همکاري په سبب د امريکا تر انتقادونو لاندي ده، د وخت په تيرېدو سره به سخت چلن غوره کړي.

غني وويل: «موږ اوس د تروزيم د نابودولو او افراطيت د مخنيوي په برخه کي د گډي صادقانه همکارۍ د څرنگوالي له پاره له خپلو گاونډيانو سره د خبرو اترو ښه فرصت لرو.»

ولسمشر غني زياته کړه: «زه له پاکستانه غوښتنه کوم چي زموږ سره د سولي او په سيمه کي د امنيت د ټينگښت د همکارۍ له پاره چي موږ بریا ته رسوي، د دولت په دولت پراخو خبرو اترو ته راسي.»

پاکستان د ترمپ نيوکو ته په سړه سينه غبرگون وښود او ويې ويل چي د سپتمبر د ۱۱ تر تروريستي بريدونو وروسته ئې د امريکا د پلوۍ په برخه کي پخپله پاکستانيان د تروريزم اصلي قربانيان دي.

څېړونکي په دې نظر دي چي پاکستان له ياغيانو سره په دې دليل خپلي اړيکي ساتلي چي له دې لاري هند له افغانستان سره له نژدې مناسباتو ليري وساتي. د طالبانو رژيم تر ړنگېدو وروسته هند له افغانستان سره تودې اړکي لري.