1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: سوله آسانه نه ده، خو اجباري ده

خلیل الرحمن امید، کابل۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د چین له څلور ورځني سفر او د استانبول د پروسې په غونډه کې تر گډون کولو وروسته په افغانستان کې د سوله او امنیت د ټینگیدو په هکله هیله مندي ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1DfX8
انځور: Reuters/Takaki Yajima

چین له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې پر پاکستان باندې نفوذ لري او دواړه هیوادونه نزدې اړیکي لري. افغانستان هیله مند دی چې له چین سره به یې د اړیکو د پراخیدو په صورت کې دغه هیواد پاکستان دې ته واداره کړي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تندلارو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، په خپل هیواد کې د سولې د ټینگښت له پاره د څو کلونو د هڅو وروسته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینگیدو په برخه کې دوې غوښتنې لري. یو د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پیژندل دي او بل هم د افغانستان د بهرني سیاست کنترول دی.

خو افغان ولسمشر اشرف غني، له چین څخه تر راستنیدو وروسته د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتۍ لومړۍ نېټه) په کابل کې وویل: «سوله آسانه نه ده، خو اجباري ده. که چیرې آسانه وای، نو په تیرو کلونو کې به رامنځ ته شوې وای. زموږ د بهرني سیاست په ټولو پنځو کړیو کې اقدامات د دې له پاره دي چې سولې ته زمینه برابره شي، ځکه دا زموږ یو ملي هدف دی.»

ولسمشر غني همدا شان وویل چې هیڅ هیواد ته به اجازه ور نه کړي‌ چې د افغانستان خاوره د خپل گاونډي پر ضد استعمال کړي. خو هغه د دې تر څنګ له خپلو گاونډیو هیوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې دې هیچا ته د خپلې خاورې د استعمالیدو اجازه ور نه کړي. په پام کې ده چې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ یوه لیدنه کتنه تر سره شي. افغان ولسمشر وویل چې پاکستان ته د یوه د سفر د تر سره کولو تیاری نیول کیږي.

ولسمشر غني څو وارې طالبانو ته د سیاسي مخالفینو خطاب کړی دی. یو شمیر کسانو انتقاد کړی دی چې طالبانو ته د «سیاسي مخالفینو» د کلمې کارول سمه نه ده، ځکه چې په وینا یې دغه ډله د افغانستان له دولت او وگړو سره په جگړه ده.

خو نوی افغان ولسمشر وایي هر څوک چې له نظام سره سیاسي ستونزه ولري، سیاسي مخالف دی او سیاسي مخالفت بیا په وسله وال مخالفت اوړي. د هغه په وینا سوله له هغه چا سره نه کیږي، چې گډ سیاسي نظر ولري.

د آسیا څلور لارې

د افغانستان له اهدافو څخه یو دا دی چې دغه هیواد یو ځل بیا د وریښمو د لارې پخوانی ځای خپل کړي او د آسیا پر څلور لارې واوړي. خو دغسې یوه هدف ته رسیدل د نن ورځي نویو ابزارو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني وايي افغانستان به هڅه وکړي چې نويو تجارتي غوښتنو ته ځواب ویونکي و اوسي او د مناسبو لویو لاریو، د اورگاډي د پټلۍ، پايپ لاینونو، د بریښنا د شبکې او د معیاري بانکدارۍ په لرلو سره دغه هدف ته ورسیږي.

افغانستان د پانگونې له پاره د یوې ښې فضا د رامنځ ته کولو په موخه پر اصلاحاتو پېل کړی دی. د ملي یووالي حکومت په خپل لومړني اصلاحي گام کې د کابل بانک دوسیه بیا پرانیستله او د سترې محکمې د رئيس د استعفی وروسته، نوي قاضي القضات پر خپله دنده پېل کړی دی.

په لویه څارنوالۍ کې هم اصلاحات د رامنځ ته کیدو په حال کې دي. اشرف غني ویلي دي لویه څارنوالۍ وروسته له دې نه شي کولای په مکررو تفتیشونو سره پانگوالو او سوداگرو ته مزاحمت وکړي. له فساد سره د مبارزې اداره یوازې د شتمنیو د ثبتولو صلاحیت لري.

له چین سره تجارتي اړیکي

چین ته د افغان ولسمشر د څلور ورځني سفر اساسي هدف، په افغانستان کې پانگونې ته د چینايي سوداگرو تشویقول دي. چینايي شرکتونو لا تر مخه له افغانستان سره په لوگر ولایت کې د مس عینک کان او آمو سیند د نفتو د استخراج پروژې لاسلیک کړي دي.