1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد ګل احمد يما سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د 1388 كال د ولسمشرۍ د ټاكنو د نوماندانو له ډلې څخه يو هم ګل احمد يما دى.ګل احمد يما په كال 1335 كې د مزارشريف په ښار كې زيږيدلى ، يوه لور لري.

https://p.dw.com/p/J2jC
ولسمشرۍ ته نوماند ګل احمد يما
ولسمشرۍ ته نوماند ګل احمد يماانځور: DW

احمد شاه اثر چې په 1344 كال كې د فارياب په ولايت كې زيږيدلى د ګل احمد د لمړي مرستيال په توګه او سليمان علي دوست زاده چې په 1344 كال كې د باميانو په ولايت كې زيږيدلى د ده د دويم مرستيال په توګه نومول شوي .

ګل احمد يما د يوې مركې په ترڅ كې دويچه ويلې ته خپل دهغو پروګرامونو په هكله مالومات وركړل چې كه چيرې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې بريالى شي د پلي كولو هڅې به يې وكړي .

يما د دې پوښتنې په ځواب كې چې په افغانستان كې امنيتي حالت ورځ په ورځ خرابيږي په لارو سركونو او ښارونو كې ځان وژونكي بريدونه ، سړي تښتونې ، چاودنې او برمته نيونې پيښې زياتې شوي دي د امنيت د راوستلو په برخه كې څه پروګرام لري داسې وويل :

يو له هغو مسلو څخه چې ما د يو افغان په توګه پرې فكر كاوه د امنيت مسله ده له همدې امله ما دې ته لمړيتوب وركړ چې له اوسني امنيتي سيستم يعنې د دفاع وزارت ، د كورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست سره په اړيكه كې يو او خپل په منتخب دولت كې به هم دغه څلور كسان چې د دغو ارګانونو د مشري دنده تر سره كوي د دې لپاره چې د كار په پيل كې كومه ستونزه ونلرو غواړو دوى خپلو اوسنيو دندو ته ادامه وركړي .

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د شتون په هكله ګل احمد خپل دريځ داسې څرګند كړ:

اصلاهغه ليد لورى چې نور يې لري زه يې نلرم ، زه په ديرشو ورستيو كلونو كې په افغانستان كې مطالعې لرم او د افغانستان د جوړولو لپاره مې يوه طرحه جوړه كړي ده او له دې طرحې څخه بيلابيل حكومتونو په نسبي توګه ګټه اخيستې او نړيواله ټولنه ما پيژنې زما برخورد به له نړيولې ټولنې سره د دوه و همكارانو برخورد وي . زه داسې فكر كوم چې هغه نړۍ چې نن يې ځواكونه دلته شته دا هغه نړۍ ده چې د ليبراليزم ، انسان دوستۍ ، هومانيزم او د هيوادونو د پرمختګ او د مدني ارزښتونو په بنسټ چې مونږ ډير ورته اړتيا لرو دلته حضور لري . دغه ځواكونه چې دلته دي دا زمونږ د روڼ آندو لپاره يو ډير ښه فرضت دى زه په دې برخه كې كوم ځانګړى پروګرام نلرم زه په دې فكر نه كوم چې دوى څه وخت له افغانستان څخه وځي مونږ په دې فكر كې يو چې لاتر اوسه ولې نه يو توانيدلي چې له دوى څخه د افغانستان د پرمختيا په برخه كې ګټه واخلو .

په دې برخه كې چې د دولت او نړيوالې ټولنې له مخالفو ډلو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه دريځ لري ګل احمد وويل چې :

هغه كسان چې اوسنى دولت يې د خپل مخالفينو په توګه ګڼي زه فكر كوم چې يوه زياته برخه يې سوء تفاهم دى ځكه ما د طالبانو په دولت كې د خپرونو په برخه كې كار كاوه او په كابل كې مې ژوند كاوه او د طالبانو مشران پيژنم . زه طالبان په دوه و څانګو ويشم يوه هغه برخه ده چې د طالبان افراد دي او بله برخه د طالبانو مشران دي چې هغه مولويان دي او زه له هغو سره په اړيكه كې يم د هغوى لخوا ماسره ژمنه شوې چې ټول طالبان چې ما پيژني د هغوى د يو استاد په توګه چې د هغو په واكمنۍ كې مې له هغو سره اړيكه درلوده او دوى په دې پوه شوي چې هغه نظريات چې ما هغوى ته وركاوه اوس په دې پوه شوي چې زما خبرې سمې وي دوى په دې عقيده دي چې له ما څخه ملاتړ وكړي او په ښكاره او پټه توګه ما ته رايه راكړي ، پټه په دې مانا چې په هغو سيمو كې چې دوى شته ځانونه د راى وركولو مركزونو ته رسوي او ماته رايه راكوي ، ښكاره په دې مانا چې هغه كسان يې چې دلته شته هغوى به ماته رايه راكوي . زما په نظر له طالبانو سره رسمي خبرې هيڅ مانا نلري كله چې زه راځم ما له هغو سره ويلې چې اساسي قانون كې به بدلون نه راځي او شته ازادۍ به ساتل كيږي . زه فكر كوم هغه حق چې روڼ آندي ځان ته غواړي بايد نورو ته هم په پام كې ولري .

د دې پوښتنې په ځواب كې چې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دى ، د دغه بحران د حل كولوپه موخه څه پروګرامونه لري په ځانګړي توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخو كې ګل احمد داسې وويل:

كله چې مونږ د يو جنګ ځپلي هيواد لكه افغانستان په اقتصادي حالت فكر كوو بايد داسې يو پلان جوړ كړو چې هر اړخيز وي او ژر نتيجې ته ورسيږي ، له همدې امله كله چې مونږ په اقتصاد كار كوو كرهنيز اقتصاد ، صنعتي ، معدن او سوداګري دا ټول بايد د سوداګرۍ په معيارونو وسنجول شي . مونږ د دولتي عادي پلانونو تر څنګ پلان لرو چې د پنځو ميليونو څخه نيولې تر لسو ميليونو كسانو لپاره د يو كاري غورځنګ د په لارې اچولو سره د كار زمينه برابره كړو . زما په نظر د ليبرال اقتصادي سيستم د افغانستان لپاره يو ډير ښه سيستم دى .

يما وويل چې دى به هڅه وكړي تر څو له نړۍ والې ټولنې او له ګاونډيو هيوادونو سره ښې اړيكې ولري او دا اړيكې به د افغانستان د پرمختګ په بنسټ ولاړې وي. ګل احمد خپل د بهرني تګ لارې په هكله وويل چې :

مونږ به له داسې يو حالت څخه حركت وكړو چې معقوليت ولري . معقولپت زمونږ لپاره دا ده چې لمړى بايد مونږ خپل كورني مسايل حل كړو يعنې مونږ افغانان هغه ستونزې چې د كلتور په برخه كې يې لرو ، د ملي وحدت په برخه كې لرو او ډيرې نورې ستونزې دا ټول زه غواړمه چې د افغانانو تر منځ حل شي خو په همدې بهير كې به داسې بهرنى سياست غوره كړم چې د افغانستان د پرمختيا په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته كولو هيڅ عمل ته به اجازه ورنكړم . له ټولو هيوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره به يو فعال سياست او ديپلوماسي غوره كړم .

ګل احمد د دې پوښتنې په ځواب كې چې د ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان ترمنځ يوه لانجه منه موضوع پاتې شويده د دغې لانجې د حل كولو لپاره څه دريځ لري داسې وويل:

د ډيورند كرښه چې د افغانستان او پاكستان تر منځ سرحد جوړوي زمونږ له نظره او د افغانستان اوسنى نقشه مونږ لپاره د منلو وړ ده . مونږ له دې څخه زياتې خبرې نلرو د هغو خبرو په پام كې نيولو سره چې د مخه مې وويل . اوس د سيمې او افغانستان سياسي واقعيتونه د دې ايجاب نكوي چې مونږ وغواړو يوه بله ګډوډي جوړه كړو . زه دا موضوع غواړم راتلونكي ته حواله كړم . زه به له هغو اړيكو څخه پيروي وكړم لكه چې د آلمان او فرانسې تر منځ او د آلمان او دهغه له نورو ګاونډيو سره شتون درلود ځكه هغوې وتوانيدل چې د اقتصادي پرمختيا له لاري خپلې سيمه ايزې ستونزې حل كړي .

دا چې د بيان د آزادۍ او د رسنيو د پرمختګونو په هكله څه فكر كوي ګل احمد يما وويل چې :

په افغانستان كې د بيان آزادي بايد بنسټيزه شي يعنې خلكو ته بايد وپوهول شي چې د بيان آزادي يعنې څه د بيان آزادې له هغه څه سره چې زه يې معنوي نوښت بولم تړاو لري په دې معنى چې تاسې يو څه لرئ د ټولنې د پرمختيا لپاره بايد دا زمينه مساعده وي چې تاسې وكولاى شئ خپل دغه نوښت د ټولنې د وضعې د ښه والي لپاره بيان كړئ . مونږ به د خلكو د فكرونو د ودې پخاطر هڅه وكړو تر څو داسې شرايط رامنځ ته كړو چې دوى وكولاى شي د ټولنې په هر اړخيزې ودې كې ونډه واخلي .

د افغانستان د بيلابيلو قومونو تر منځ د مساوي او برابرو حقونوپه برخه كې ګل احم يما وويل چې دى به په دې برخه كې ځانګړي پروګرامونه پلي كړي :

زه غواړم چې دولت د مسلكي انجمنونو په بنسټ جوړكړم يعنې د دولت ستنې بايد په مسلكي كسانو ولاړ وي او داسې كسان په دغو انجمنونو كې برخه واخلي چې خپل شايستګې وښيي او مسلكي اخلاق وده وكړي نه د قومونو او مليتونو په معيار او بنسټ . كله چې مونږ په پنځوسو زرو كليو او ښاري ګذرونو كې پرمختيايي پروګرامونه پلي كړو د افغانستان هيڅ ګوټ به له پرمختيايي پروګرامونو څخه بې برخې پاتې نشي او د ټولو قومونو اوسيدونكو ته به دا فرصت برابر شي چې خپلو حقونو ته ورسيږي . زه غواړم چې يو روڼ آندى اومتخصص له شمال څخه سوهيل ته ولاړ شي او خپله طرحه او پروګرام هلته پلى كړي د بيلګې په توګه پكتيا ته ولاړ شي او يوه طرحه وړاندې كړي په همدې ډول يو كس له پكتيا څخه فارياب ولايت ته ولاړ شي . دا به د ملي وحدت په پياوړي كولو كې مرسته وكړي .

دا چې د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه فكر كوي يما داسې وويل :

اصلا ښځه او نارينه د ټولو ارزښتونو له پلوه يو له بله سره هيڅ توپير نلري توپيرونه په وړتياوو ، خدمت كولو او خلاقيتونو كې څرګنديږي . مونږ به د ښځو او نارينه و د برابر حقونو د قانوني كولو په برخه كې خپلې هڅې وكړو تر څو په دې برخه كې قانوني تشې ډكې شي .

ګل احمد يما د دې پوښتنې په ځواب كې چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې پرمختګونه څرنګه ويني وويل چې:

تر اوسه نه يواځې داچې په دې برخه كې كوم كار ندى تر سره شوى بلكې ورځ په ورځ چاپيريال ككړ كيږي او خلكو لپاره يې ډيرې ستونزې پيدا كړي . په دې برخه كې به مونږ يو داسې پروګرام جوړ كړو چې د هيواد ټول وګړي ، دولتي او غير دولتي بنسټونه دې ته مكلف وګرځوو تر څو د چاپيريال د ساتنې په برخه كې ګډون وكړي . په كليو بانډو كې د كاري زمينو پيدا كول به يو زيات شمير خلك دې ته وهڅوي تر څو له لويو ښارونو په ځانګړي توګه له كابل څخه خپلو كليو او بانډوته ولاړ شي چې دا كار به تر ډيره بريده وكولاى شي د چاپيريال په خوندي ساتلو كې مرسته وكړي .

په پاى كې ګل احمد يما له خلكو څخه يې هيله وكړه چې د يو عادلانه قضاوت له مخې هغه چاته رايه وركړي چې په رښتيا د جګړه ځپلي افغانستان د ولسمشرۍ وړتيا ولري .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب