1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد عبدالرب رسول سياف سره مرکه

مرکه کوونکی: عبدالباري حکیم۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو سره د مرکو په لړ کي نن دويچه ويله له عبدالرب رسول سياف سره ه مرکه خپروي. مرکه څو ورځي مخکي تر سره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1BXcK
انځور: AP

دويچه ويله: که تاسي راتلونکی ولسمشر سئ، ستاسو کار به له اوسني ولسمشر حامد کرزي سره څه توپير ولري؟

سياف: په ډېر لنډ جواب کي نه سم کولاي چي د هغه د کارونو ارزونه وکم خو دومره وايم چي کوم کارونه چي تر اوسه پوري په مثبت ډول د ملت په گته تر سره سوي دي، هغه کاروته به دوام ورکو او کوم کارونه چي قابل د دې دي چي له سره پکښي کتنه وسي نو د هغو د کتني په برخه کي به زه اقدام وکم.

دويچه ويله : آيا له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاسليک کوئ؟ که نه تاسو هم پر هغو شرطونو باندي ټينگار کوئ چي کرزی يې کوي؟

سياف: په دې رابطه رئيس صاحب لويه جرگه راغوښتې وه، لويه جرگه د ملت په نمايندگۍ راغلې وه، د ملت په نمايندگۍ يې فيصله کړې او د ملت په نمايندگۍ يې مشوره ورکړې ده نو په دې حساب موږ د خپل ملت د فيصلې ملاتړ کوو.

دويچه ويله: په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره ستاسو چلند څه ډول وي؟

سياف: موږ په مسلسل ډول پر هغوی باندي ږغ کړی دی چي را دي سي، جنگ دي پرېږدې او له خپلو هيوادوالو سره دي يو ځاي ژوند وکي. موږ بيا هم دا ږغ ورباندي کوو چي د پرديو د منافعو او گټو له پاره بايد موږ افغانان کار و نه کوو، بايد د خپلو منافعو له پاره کار وکوو. دا ږغ به په دوامداره ډول ورباندي کوو او له خپلو وطنوالو څخه به هم په کلکه او په قاطيعيت سره دفاع کوو.

دويچه ويله: د افغانستان ستره ستونزه په څه کې وينئ: امنيت؟ اداري فساد او که په بېکارۍ او فقر کې؟

سياف: لويه ستونزه د افغانستان په بې امنۍ کي ده. که موږ د خداي په کومک سره وتوانيدو چي امنيت ټينگ کو او بعد له هغه قانون حاکم کړو او د فساد ريښې راوباسو، انشالله چي د نورو پراختياوو له پاره به ښه زمينه مساعده سي.

دويچه ويله: اوسنی حکومت هم دغه خبره کوي، خو عملاً ستاسي پروگرام د سولي له پاره څه دی؟

سياف: امنيتي مسايل داسي دي چي مخکي له مخکي سړی د هغه په هکله څه نسي ويلای خو دومره درته وايم چي د يوه واضح پروگرام، صاف نيت او د قاطع تصميم او اقدام په نتيجه کي انشالله په لنډ وخت کي په امنيتي وضيعت کي ستر بدلون راتلای سي.

دويچه ويله: د دې له پاره چي افغانستان له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ودريږي ، په مشخص ډول ستاسي پروگرام څه دی؟

سياف: افغانستان الحمدالله ډېري زېرمي لري. ډېري طبيعي ذخيرې لري چي متاسفانه تر اوسه پوري په فني او قانوني ډول استفاده ځني سې نه ده. موږ به انشالله د امن تر تامينولو وروسته دا تلاش وکوو چي له دې زېرمو څخه، هم په فني ډول او هم په قانوني ډول استفاده وسي، څو افغانستان پر خپلو پښو ودريږي او د پردو له احتياج څخه يې لاس رالنډ سي.

دويچه ويله: په افغانستان کي د گاونډيانو او نورو بهرنيانو د گټو د ټکر د مخنيوي له پاره څه ډول بهرنی سياست تعقيبوئ؟

سياف: موږ ته محور او معيار د ملک گټي دي. او بل به هغه موقف موږ غوره کوو چي افغانستان د نړيوالي ټولني په منځ کي سرلوړی او د يوه آزاد او مستقل موقف خاوند وي.