1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد باز محمد سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند یاز محمد د بدخشان د كوف په ولسوالۍ كې زيږېدلى درې شپيته كلن او پنځه اولادونه لري...

https://p.dw.com/p/J0He
ولسمشرۍ ته کانديد بازمحمد د دويچه ويلي د خبريال سره د مرکې پر مهال
ولسمشرۍ ته کانديد بازمحمد د دويچه ويلي د خبريال سره د مرکې پر مهالانځور: DW

دويچه ويلي:ستاسو له نظره موجوده سياسي او امنيتي حالت څنګه دى؟

بازمحمد: دا موجوده سياسي حالت كه ريښتيا ووايم ډېر خراب دى د يوې خوانه جګړه روانه ده او دبلې خوانه رشوتا خيانت تجاوز د مخدره موادو قاچاق زموږ وطن په جهان كې ډېر بدنام كړى دى.

دويچه ويلي:ستاسو په تګ لاره كې بهرنى سياست څه ډول دى او د ګاونډيانو سره څه چلند كول غواړئ؟

بازمحمد: متقابل احترام د سولې امنيت د اقتصادي د فرهنګ يو دبل سره دوستي زما دپاره زيات اهميت لري.

دويچه ويلي: تاسو د اقتصادي بحران د لرې كولو لپاره څه ډول پالنلرئ كه جمهوري رياست ته ورسېږئ؟

بازمحمد: تاسو ته بهتره مالومه ده زموږ وطن ډېروران دى ډېره ځمكه لرو اوبه هم ډېرې دي كه زه جمهوري رياست ته ورسېږم ټولې ځمكې به خړوبې كړم اقتصاد به وده وركړم د بهرنيو دوستانو سره به د معدنياتو د ټولو وسائلو نه كار واخلم چې ترڅو دا وطن آباد شي روزګارو كسانو ته كارونه پيدا شي .

دويچه ويلي: د ډيورنډ سياسي لانجه چې د مودو راهيسې د افغانستان او پاكستان ترمنځ موجوده ده كه تاسو جمهوري رياست ته وريېږئ دا مسئله به څنګه حل كړئ؟

بازمحمد: اوس حالات زيات نازك دي زه په دې مرحله كې څه نه شم ويلى ډېره حساسه مرحله ده كه د خداى په فضل قدرت ته ورسېږم دا مسئله به د نړيوالې ټولنې او سترو قدرتونو سره په ګډه به يې د اسلامي هېوادونو او مشرانو په ګډون د سلا مشورې نه وروسته به حل كړم.

دويچه ويلي: ستاسو له نظره د مطبوعاتو او بيان آزادي ته په كومه سترګه ګورئ او ستاسو په پګ لاره كې دغه موضوع څنګه راغلې ده ؟

بازمحمد: اوس د خداى په فضل حالات ښه شوي ده كه زه قدرت ته ورسېږم د مطبوعاتو او بيان آزادي او د بشر حقوقو د ساتنې او پراختيا سره علاقه لرم او په دې لاره كې به مبارزه كوم ترڅو د دې نه نور هم ښه شي .كله چې زمونږ په هېواد كې سوله راشي دا ټول كارونه به سم شي.

دويچه ويلي: تاسو په ټ،لنه كې د ښځو او نارينوو ترمنځ د مساوي حقونو په برخه كې څه نْظر لرئ؟

بازمحمد:زما په تګ لاره كې ښځې كاري اوليت دي ښځه زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده دا بايد وساتو دابايد وګورو د دوى حقوق په ټوله معني وركړو د كار تعليم زمينه ورته برابره كړو.

دويچه ويلي: ستاسو په تګ لاره كې د ملي وخدت د تامين لپاره كوم ټكي ځاى شوي دي؟

بازمحمد: زما په تګ لاره كې قومونه دازاد افغانستان سره تعلق لري مونم هېڅكله د ملتونو په مخ كې نفاق نه اچووځكه چې دفغانستان د ټولو ملتونو ګډ كور دى كله چې زه كور وايم معني يې داچې تول يو افغان دي او تول مساوي حقوق لري.

دويچه ويلي: دا وخت د كابل ښار او نور ستر ښارونه زيات ككړ دي ستاسو په تګ لاره كې د چاپېريال ساتنې ته څومره پام شوي دي؟

بازمحمد: زما فكر دادى چې د جاپېريال ساتنه ضروري ده كه چېرې چاپېريال پاك وساتل شي او ځانګړې بودجه ورته پيدا كړو د ا مسئله حل كيږي كه داسې نه شي نو پنځه كاله وروسته لس كاله وروسته زمونږ ټول ملت په ناروغۍ اخته كيږي زما كاري الويت دى هغه چې د ښځو په برخه كې ټآكونكي دي د چاپېريال په برخه كې هم همداسې دي .

دويچه ويلي: تاسو څومره باوري ياستۍ چې د خلكو په رايو به جمهوري رياست ته ورسېږئ؟

بازمحمد:زه باور لرم په تېرو دېرشو كالو كې جګړه وهلي خلك پوهيږي چې څوك دې څوكۍ ته راشي چې جګړه ختمه كړي او څوك راشي چې داخاوره وساتي او كوم سړى راشي چې اقتصادي پياوړي كړي او دمهاجرمخه ونيسي او د دې خاورې بچيان به په پنځه سوه ډالر ترلاسه كړي .

مرکه کونکی. جمال كوټوال

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب