1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزيرستان کې شپېته اورپکي او شل سرتېري وژل شوي دي

۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ د پاکستان په قبايلي سيمو کې د سختو جگړو په پايله کې د مړيو شمېر د پوځ په وينا شپېتو تنو اورپکو او شل تنو وژل شويو سرتېرو ته رسېدلی دی. ځمکنيو ځواکونو د چورلکو په ملاتړ په اورپکو باندې بريد وکړ.

https://p.dw.com/p/DKCy
ځايي اوسېدونکي وايي چې ملکي وگړو ته هم د سر زيان اوښتی دی
ځايي اوسېدونکي وايي چې ملکي وگړو ته هم د سر زيان اوښتی دیانځور: AP
ځايي اوسېدونکي زياتوي چې څلور تنه ملکي وگړي هم ووژل شول چې په هغو کې درې ښځې راځي، خو پوځ د دغې خبرې پخلی نه دی کړی. د پاکستان په ولسمشر مشرف باندې په دې وروستيو کې فشار زيات شوی و تر څو د اورپکو په وړاندې جدي گامونه پورته کړي. نوموړي د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنې وگټلې او زياته يې کړه چې دی ژمن دی چې د ترهگرۍ ضد جگړې ته »سل په سلو کې« دوام ورکړي.