1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورک شوي افغان افسران وموندل شول

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي اردو درې تنه افسران چې د امریکا د ماساچوست ایالت له «کپ کوډ» پوځي تمریناتي مرکز څخه لادرکه شوي ول، بیرته موندل شوي دي. ویل شوي دي چې دغه کسانو هڅه کوله چې کاناډا ته واوړي.

https://p.dw.com/p/1DHIj
انځور: veneratio/Fotolia

د فرانسې خبري آژانس د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت پينتاگون د یوه چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي دي چې دغه درې سره کسان «نیاگارا فالز» سیمې ته څیرمه نیول شوي دي چې په وینا یې غوښتل کاناډا ته واوړي.

د دغو کسانو دا هڅه چې کاناډا ته وارواړي داسې انگیرل کیږي چې په دغه هیواد کې یې د سیاسي پنا غوښتنه کوله. امریکایي چارواکو د دې موضوع په هکله د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده او دغه پوښتنې یې کاناډايي سرحدي چارواکو ته راجع کړي دي.

تیره ورځ د ماساچوست ایالت د ملي گارد ویاند جیمز سهادي، ویلي ول چې درې تنه افغانان د شنبې په ورځ د «کپ کوډ» د سیمه ییزې همکارۍ د قومندې له گډ پوځي تمریناتي مرکز څخه لادرکه شوي دي.

دغه دري لادرکه شوي کسان چې د افغانستان د ملي اردو افسران دي، د جگړن جان محمد ارش، تورن محمد نصیر عسکرزاده او تورن نورالله امین یار، په نومونو ياد شوي دي. جیمز سهادي په خپلو څرگندونو کې ويلي ول چې درې سره کسان د وروستي ځل له پاره د شنبې په ورځ نوموړي پوځي اډې ته څیرمه په یوه پلورنځي کې لیدل شوي دي او په وینا یې د خلکو له پاره کوم گواښ نه گڼل کیږي.

دا په تیره یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې په پوځي تمریناتو کې گډون کوونکي افغان سرتیري له خپلو مرکزونو څخه لا درکه کیږي.

تر دې دمخه یوه اوونۍ په ویرجینیا کې له یوه پوځي تمریناتي مرکز څخه دوه تنه افغان عسکر لادرکه شوي ول، چې بیا دوې ورځې وروسته وموندل شول.

د افغانستان د ملي اردو افسران چې د تیرې شنبې په ورځ لادرکه شوي ول، «د ۲۰۱۴م کال د سیمه ییزو همکاریو تمرینات» نومې پروگرام گډونوال وو. په دغو تمریناتو کې د شپږو هیوادونو افسرانو گډون درلود.

د پېنتاگوند د ویاند سټیون وارن، د وینا له مخې په دغو پوځي تمریناتو کې د گډون کولو تر مخه په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په شمول د حکومتي ادارو له لوري د دغو افغانانو په هکله تحقیق کیږي.