1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن پوست: امریکا له افغانستانه سرتیري باسي خو ډیر نه

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

واشنګټن پوست د شپږو امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې د امریکا پوځ اوس له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان د جوړولو په حال کې دی. چارواکو زیاته کړې چې ښايي ځواکونه په هغه اندازه چې ترمپ یې غواړي له افغانستانه ونه وځي.

https://p.dw.com/p/3BFqJ
Symbolbild USA Irak Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/Armin Weigel

شپږو امریکایي چارواکو چې په بیلابیلو حکومتي سطحو کې کار کوي واشنګټن پوست ته ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ اوس له افغانستانه د یو شمیر ځواکونو د ایستلو پر پلان باندې کار کوي. دغو چارواکو ټینګار کړی دی چې پر دې سربیره هم امریکا په افغانستان کې خپل ټول اصلي ماموریتونه جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکایي رسنیو ویلي ول چې ترمپ غواړي له افغانستانه خپل نیمایي سرتیري وباسي. خو د سپیني ماڼۍ یوه چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبري کړي، واشنګټن پوست ته ویلي دي چې که څه هم ترمپ په دې مرحله کې د ډیرو ځواکونو د ایستلو غوښتونکی دی، خو ښايي پنتاګون اوس تر۷۰۰۰ ډیر کم ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې مشاورینو ترمپ قانع کړی دی چې له افغانستان څخه د لږ ځواکونو ایستل، او په بیړه سره دغه کار نه کول په دې مرحله کې مناسب کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو ټینګار کړی دی چې لا تر اوسه پوري هم په دې برخه کې وروستۍ پریکړه نه ده شوې او ترمپ کیدای شي هر وخت له افغانستانه د بشپړ وتلو امر وکړي.

که څه هم چارواکو د وتونکو سرتیرو د دقیق شمیر له ښوولو ډډه کړې، خو بیا هم وایي چې کیدای شي اوس له افغانستان څخه د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې ځواکونه ووځي.

په افغانستان کې له ۱۷ کلنو راهيسي روانه جګړه د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده چې د واشنګټن له پاره یې د یوه تریلیون ډالرو په شاوخوا کې مصرف لرلی دی. که څه هم ترمپ په ۲۰۱۷م کال کې د سویلي اسیا له پاره د خپل پلان اعلانولو پر مهال افغانستان ته ۳۷۰۰ اضافه سرتیري واستول، خو داسې ښکاري چې هغه اوس غواړي ژر تر ژره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

ښايي له همدې کبله واشنګټن په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره د یوه جوړجاړي رامنځ ته کولو په موخه خپلې هلې ځلې ډیرې کړي وي. د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له مودې راهیسې د طالبانو په ګډون د افغانستان په شخړه کې له ښکیل اړخونو او هیوادونو سره غونډې کوي، چې د سولې له پاره لاره اواره کړي.