1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن : دجرمني ددفاع وزير د افغاني حکومت څخه عمل وغوښتی

۱۳۸۸ آبان ۲۹, جمعه

دجرمني ددفاع نوی وزير کارل تیودور څو ګوټنبرګ د يوې ليدني کتني په خاطر امريکا ته رسيدلی دی . ددوی د خبرو مهمه آجنډا د افغانستان په باب د امريکا د متحده ايالاتو او ټولي ناټو نوې ستراتيژی وه

https://p.dw.com/p/KbqH
دجرمني ددفاع وزير په واشنګټن کښي
دجرمني ددفاع وزير په واشنګټن کښيانځور: AP

واشنګټن ته دالمان دنوی دفاعي چارو دوزير کارل تیودور څو ګوتنبرګ دپاره دغه سفر يو آسانه سفر نه و. که څه هم په واشنګتن کی له ده څخه ډیر ښه هر کلی هم شوی، خو دخبرو په آجندا کی دنظریو توپیر لیدل کیده . په تيره بيا افغانستان ته دنړیوال سوله ساتونکو ځواکونو ISAF په چوکاټ کی دعسکرو دليږلو به موضوع کی . که څه هم په روان وخت کی پخپله دامریکی متحده ايالتونه هم ديوه نوي ستراتيژۍ په لټه کی دی . او دې پوښتنۍ ته په واشنګټن کی لا تراوسه قاطع ځواب ندی موند ل شوی، چي آیا افغانستان ته دی زیات عسکر واستول شي او که واستول شی ، نو څومره عسکر بايد وي ؟

داسی تصورات موجود دي ، چي ويل کیږی ، که چيری امریکایان افغانستان ته نور اضافه عسکر واستوی ،نو دلسو او څلويښتو زرو په شاوخوا کی به وی . په افغانستان کي د امریکی او دناټودځواکونو لوی قوماندان جنرال ستانلي میک کريستال د څلويښتو زرو په شاوخواکی دنوو عسکرو غوښتنه کړی ، خو داچي دکومي ستراتيژي په غوره کولو سره به په افغانستان کي سوله اثبات راسي ، په دی اړه پخپله دامريکايانو دلارښونکوچارواکو ترمنځ دنظریو توپير سته . پرون په واشنګتن کي دآلمان ددفاعي چارو وزير څو ګوتنبرګ دافغانستان په اړوند دولسمشر بارک اوباما دپلانونو په هکله يو لړ معلو مات تر لاسه کړيدی خو لا تراوسه دغه پلانونه په اصطلا تصويب شوی پلانونه ندي ، او له همدې امله ګوتنبرګ نه غواړي به دې هکله ډير څه ووايی .

دی وايي،

«يو لړمعلومات او تصورات په دې هکله چی بارک اوباما به پخپله ویناکی دافغانستان او سیمي په هکله څه ووايی موجود دی خو لاتراوسه داسی موافقه شوی چی په دی هکله څه بايد ونه ويل سي . خو په څو راتلونکي ورځو کی به پريکړه وسی . »

په جرمني کی هم يوه ډیره مهمه پريکړه په مخ کی لرو . دآلمان اتحادي پارلمان په دې هکله بايد پريکړه وکړی چي په افغانستان کی دهغوآلمانی عسکرو دخدمت موده دی اوږده شی ،چي دنړيوال سوله ساتونکی ځواکونو په چوکاټ کی دغه هیوا دته استول شوي دي . او مونږ دا پريکړه تر هغه مودی پوري نسو ځنډولی چي امريکایان خپله نوی ستراتيژی اعلام کړی . نو په دې صورت کی به په افغانستان کی دالمانی عسکرود اعظمی شميراندازه په روان وخت کی 4500پاته شی .

خو که چيري دامريکا دمتحده ایالتو حکومت خپلهآخرنی پریکړه وکړی ،او کله چی دراتلونکی ميلادی کال دجنوري په مياشت کی چي دافغانستان په هکله يو نړيوال کنفرانس جوړیږی ،داپريکړه وسي چي افغانستان ته دی اضافه ځواکونه واستول شی ،نوجرمني به هم يا افغانستان ته نور عسکر واستوی ،او یا به په يوبل ډول سره په دې برخه کی خپله ونډه واخلي .

دی وايی ،

آلمان غواړی چي په افغانستان کی هم په پوځی برخه کی او هم ددغه هيواد دبيرته روغونی په چاروکي په منصفانه ډول خپله ونډه تر سره کړی .

نينا ويرک هويزر/ ضياألحق فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري