1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلری کلنټن په ناڅاپی سفر پاکستان ته رسیدلی

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

د امریکا او پاکستان تر منځ د خړو اړویکو سربیره، نن «جمعه» د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، هیلری کلنتون، د یو ناڅاپی سفر په ترڅ کی پاکستان ته رسیدلی. کلنټن به په دغه سفر کی د پاکستانی لوړ پوړو چارواکو سره ووینی

https://p.dw.com/p/11P2J
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: Tanvir Shahzad

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکی وروسته له هغی خړی شی چی امریکایی سرتیرو د پاکستان په زړه کی د القاعدی د تروریستی شبکی مشر، اسامه بن لادن، ووژه. دغی پیښی بیا د ترهګری پر ضد ګډی جګړی کی د پاکستان د ملګرتیا په اړه نوی پوښتنی را ولاړی کړی.

یو امریکایی چارواکی چی د کلنټن سره په دغه ناڅاپی سفر کی ملګری دی وویل: « هغوی همکاری کړي خو مونږ همیشه د لا ډیری همکاری غوښتنه کړی.»

هغه زیاته کړه: «پاکستان د خپل په نظر ډیر څه تر سره کړی خوی دوی لا تر اوسه هم په دی نه پوهیږی چی لا نور باید څومره کارونه تر سره کړی ترڅو د ځان او زمونږ د ګټی خوندی شی او په عین وخت کی په افغانستان کی د امنیت د انتقال د پروسی سره هم مرسته وشی.»

پاکستان د اسامه بن لادن د وژلو هر کلی کړی ؤ خو د امریکا ځواکونو له خوا یو طرفه عملیاتو په غصه کړی ؤ او دا یی په خپله خاوره تیری بللی ؤ.

د اسامه بن لادن د وژلو عملیات یو له هغو څو دلیلونو څخه ؤ د پاکستان یی د امریکا په وړاندی لا ډیر په غوسه کړ. تر دی وړاندی پاکستان د امریکایی بی پیلوټو الوتکو د عملیاتو
لا وختی په غوسه کړی ول.

پاکستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو د مرستو سره سره ډیر داسی کم شواهد لیدل کیږی چی په ترهګری کی دی کم والی راغلی وي.

د پنجشنبی په ورځ د پاکستان په خیبر پختونخوا د هنګو په سیمه کی د پولیسو یوی تاڼی ته څیرمه یوه ځانمرګی برید لږ تر لږه ۲۷ تنه ووژل.

د اسامه بن لادن د وژلو څخه وروسته دا په پاکستان کی د طالبانو لومړنی برید نه ؤ بلکه تر دی وړاندی هم دوی د بن لادن د وژلو د غچ اخستلو په موخه ډیری بریدونه په لاره اچولی ول.

دغه بریدونو داسی پوښتنی را ولاړی کړی چی ایا پاکستان د دی وړتیا لری چی خپلی اتومی وسلی خوندي وساتي.

د دی سفر په ترڅ کی به کلنټن او د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو مشر، مایک مولن، به د پاکستان ولسمشر، آصف علی زرداری، د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال اشفاق کیانی،او د پاکستان د استخباراتی شبکی مشر، احمد شجاع، سره هم وګوري.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش