1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيواد ته راستانه سوي کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي

۱۳۸۷ آبان ۱۵, چهارشنبه

په دې وروستيو کي د ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران څخه هغه کډوال چي په زور او يا خپله خوښه هيواد راغلي د سرپنا او غذايي موادو د نه لرلو له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي

https://p.dw.com/p/Fnr8
بې سرپنا کورنۍ د يوه ګوله ډوډۍ په تمه
بې سرپنا کورنۍ د يوه ګوله ډوډۍ په تمهانځور: AP

په دې اړه په افغانستان کي دملګرو ملتونو دفتر هم يو راپور خپور کړی چي ويلي يې دي ددغو کډوالو شمير شاوخوا درې سوه زرو ته رسيږي او له بلي خوايې په هيواد کي دسختي قحطۍ خبر هم ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ويلي چي ديادو سوو کډوالو په سلو کي نهه نوي له پاکستان څخه د يوه پلان له مخه هيواد ته راستانه سوي او پاته نور له ايران او نورو هيوادونو څخه په خپله خوښه راغلي دي. دپاکستان څخه د هيواد ناکراره ولايت هلمند ته راکډه سوی بريالی وايي. چي په پاکستان کي يې هم د کډوالۍ شپي او ورځي تيرولې او دلته هم له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دی.

دافغانستان د کډوالو چارو د وزارت مسولين هم په روان کال کي د راکډه سوو افغان کډولو شميره همدومره ښيي ، ددغه وزارت مرستيال عبدالقادر احدي، دا ومنله چي نه يوازي راستانه سوي کډوال، بلکي په هيواد کي ميشت وګړي هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، او دا به سخته وي چي دوی به له هغوی سره لکه څنګه چي ښايي مرستي وکړي، احدي وايي:« ددې سره سره چي د افغانستان حکومت په دې ناخوښه وو چي په داسي يوه حساس وخت کي دي افغان کډوال له ګاونډیو هيوادونو څخه هيواد ته راستانه سي خو بيا هم ګاونډيو دا کار وکړی»

په تيرو څو کلونو کي د افغان کډوالو د راستنيدو لړۍ له پاکستان او ايران څخه په عادي ډول روانه وه خو په دې وروستيوکي له ايران څخه وروسته پاکستان هم دې ته ملا وتړله چي په دغه هيواد کي ميشت افغانان راوباسي.

په داسي حال کي چي ملګرو ملتونود يوه راپور په خپرولو سره له دې انديښنه ښودلي چي د افغانستان شاوخوا پنځه ميليونه وګړي په هيواد کي له سختي قحطۍ سره مخامخ دي، او پر نړيوالو مرسته کوونکو يې ږغ کړی چي ددغو افغانانو لاسنيوی وکړی. که نه نو دا به په افغانستان کي يو ستر ناورين وي.

د يادوني وړ ده چي دملګرو ملتونو د يوه راپور په اساس د 2002 کال راپخوا پنځه ميليونه افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه سوي دي.