1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هيله ده هند به حامد کرزي ته قناعت ورکړي»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ايالاتو هيله ښوولې ده چي هند به وکولای سي حامد کرزی دې ته وهڅوي، څو له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي. د امريکا کانګرس د دغه تړون پر نه لاسليکولو باندي نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1AXJ5
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ايالاتو يوه لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۱۰) د دغه هيواد د سنا مجلس يوې کمېټې ته ويلي دي چي که څه هم چي حامد کرزی پر دې باندي ټينګار کوي چي امنيتي تړون دي د افغانستان راتلونکي ولسمشر لاسليک کړي ډاډه دی چي هغه به دغه سند لاسليک کړي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز دوبينس وويل: «د هند سفر کېدای سي پر حامد کرزی باندي اغېزه وکړي، ځکه چي هغه دغه هيواد [هندوستان] ته ډېر احترام لري او له حکومت سره يې ډېري ښې اړيکي لري.» په پلان کي ده چي افغان ولسمشر حامد کرزی به د رواني اوونۍ په پای کي هند ته سفر وکړي.

دوبينس وويل چي بې له ايرانه نور د سيمي ټولو هيوادونو حامد کرزی دې ته تشويق کړی دی چي دغه دوه اړخيز تړون لاسليک کړي. له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

افغانستان يو له بل سره ښې اړيکي لري
افغانستان يو له بل سره ښې اړيکي لريانځور: AP

دوبينس يادونه وکړه چي د چين جمهور رييس شي جينپينګ، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين هغه کسان دي چي له حامد کرزي څخه د دغه تړون د لاسليکولو غوښتنه کړې ده.

هغه وويل: «د دغو مشرانو ډېری يې په مرکزي آسيا کي د امريکا له پوځي حضور سره علاقه نه لري، خو ټوله په دې پوهيږي چي د بهرنيانو د پوځي او اقتصادي ملاتړ ماسوا افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخامخ دی.»

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي زياته کړه چي دغه شان يو جنګ «کېدای سي وسله والي ډلي ډېري کړي چي وروسته به بيا د ټولي سمي له پاره يو ستر ګواښ وي.»

هند په افغانستان کي د امريکا د پوځي حضور ملاتړ کړی دی او له افغانستان سره يې د بيا رغاوني په برخه کي نزدې ۲ ميليارده ډالره مرسته کړې ده. نړيوالي ټولني د امريکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کال کي د طالبانو رژيم چي د هند د تاريخي رقيب پاکستان ملاتړ ورسره وو ړنګ کړ.

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزير چاک هېګل تيره اوونۍ په کابل کي ويلي ول چي هغه ډاډه دی چي ولسمشر کرزی به دغه تړون لاسلیک کړي.

حامد کرزي د سه شنبې په ورځ د فرانسې له «له موند» ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل: «امريکايانو ته وايم: ولي بايد افغانان له تروريزم سره د جنګ تاوان ورکړي.»

د کرزي دغه شان څرګندوني د امريکا متحده ايالاتو د چارواکو او نمايندګانو د غوسې سبب سوي دي. امريکا ګواښ کړی دی چي که دغه دوه اړخيز امنيتي تړون لاسلیک نه سي د راتلونکي کال تر پايه پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د امريکا متحده ايالاتو په سنا مجلس کي د ديموکرات ګوند استازي او د دغه مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې رييس روبيرت منندز، وويلي دي: «دغه خطرناکه چنه وهل بېځايه دي او د امريکا د پوځ او مالياتو ورکوونکو د فداکاريو توهين کول د افغانستان په ګټه نه دي.»

دوبينس ويلي دي چي کرزی غواړي په دې سره خپل د قدرت نفوذ وساتي. هغه وويل: «موږ کوښښ کوو هغه ته ووايو چي دقيقاً د امريکايانو نظر داسي نه دی لکه دی چي فکر کوي او دا له اور سره بازۍ دي».