1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري ته د آلمان صدراعظمي ستونزمن سفر

دويچه ويله۱۳۹۳ بهمن ۱۳, دوشنبه

د هنگري په پلازمېنه پوداپست کې په زرونو هنگریان د خپل حکومت د مشر ویکتور اوربان پر ضد سړکونو ته راووتل. هغوی د آلمان له صدراعظمي ميرکل څخه وغوښتل چې په دې ملاقات کي دي هنگر له ښی اړخي واکمنې څخه «وژرغوري.»

https://p.dw.com/p/1EUGo
انځور: dapd

هنگري ته د آلمان د صدراعظمي انگيلا ميرکل د سفر په درشل کې نزدې۴۰۰۰ هنگریان پرون د پارلمان مخته سره راټول شول او له صدراعظم ویکتور اوربان له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې له لویدیځې نړې سره خپلو اړیکو ته درناوي ولري او ټینگي وساتي.

اکثرو احتجاج کوونکو د اروپايي ټولني بیرغونه رپول او له حکومت څخه يې وغوښتل چې په دغه ټولنه کې پاته شي او له روسيې څخه ځان لیري وساتي.

د صدراعظم ویکتور اوربان ښی اړخی حکومت که څه هم په پارلمان کې اکثریت لري، خو په ولس کې وار په وار خپل ملاتړ له لاسه ورکوي.

د خلکو احتجاج په داسې وخت کې کیږي چې د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل نن دوشنبه (۲۰۱۵م کال د فيبروري ۲مه) د هنگري حکومت له مشرانو سره ملاقات لري. دغه لیدنه کتنه هنگري ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر سفر دوې اونۍ دمخه کيږي.

د بوداپست په احتجاج کې پر یوه لوحه باندي دا شعار په آلماني ژبه لیک شوی وو: «مېرمن ميرکل ! لطفا هنگري وژغوره!» په یو بل شعار کې بیا لیکل شوی ول: «زموږ انگيلا ! موږ شر ته مه سپاره! موږ غواړو چې د اورپايي ټولني وگړي پاتي شوو.»

دغي ستري اجتماع ته موازي د هنگري په یو شمیر نورو ښارونو او دغه راز د لندن او امستردام په شمول په شپږو نورو اروپايي ښارونو کې دغه ډول ۱۱ نور احتجاجونه هم د هنگري حکومت د سیاست پر ضد وشول.

د بخښني نړیوال سازمان د آلماني څانگې او د بې سرحده خبریالانو سازمان په شمول د بشري حقونو نړیوالو ډلو او سازمانونو هنگري ته د ميرکل تر سفر دمخه له هغې څخه وغوښتل چې د هنگري پر حکومت فشار راوړي، څو بشري حقونه او د مطبوعاتو ازادي مراعات کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، چې داسې «نخښي نښاني لیدلي شوی دي» چې د هنگري حکومت په خپل هیواد کې د غیر دولتي سازمانونو پرضد عمل کوي. دغه راز د بې سرحده خبريالانو سازمان له انگيلا ميرکل څخه وغوښتل چې په هنگري کې د بیان د آزادۍ اندیښنې د دغه هیواد له صدراعظم ویکتور اوربان، سره شريکي کړي.

له هنگري سره مهمې، خو ستونزمني اړیکي

له هغه وروسته چې اوربان په ۲۰۱۰م کال کې واک ته ورسېد، دا د آلمان د صدراعظمي لومړی سفر دی. تر دغه سفر دمخه په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند وویل چې له «هنگري سره د آلمان اړیکي خورا اهمیت لري.» او زیاته ېی کړه چې «برلین غواړي هغه نوري هم پیاوړي کړي.»

د ویکتور اوربان ښي اړخي گوند تیر کال د هنگري پارلمان له ۱۹۶ څوکیو څخه ۱۳۳خپلي کړې. په دغه ستر اکثریت سره د اوربان حکومت د خپل هیواد په قضايي او سیاسي نظام او د رسینو په برخه کې یو لړ اصلاحات راوستل، چې دا د اروپايي ټولني له نورمونو سره سر نه خوري.

د اروپايي ټولني په وارو وار سره د اوربان پر حکومت غږ کړی چې راوستل شوي تعدیلات بیرته له مینځه یوسي، خو د هنگري مشرتابه خپل غوږونه کاڼه اچولي دي.

د ميرکل تر سفر وروسته د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین هنگري ته سفر کوي. د اوربان حکومت هڅه کوي چی ځان مسکو ته نژدی کړي. دوی د اوکراین کړکېچ په برخه کې پر روسيې باندی د اروپايي ټولني بندیزونه تر پوښتنې لاندي راوستي دي.

په بوداپست کې یوه احتجاج کوونکي، جوزیف بروک وویل: «موږ هدایت شوې دیموکراسي نه غواړو، هغسي یوه دیموکراسي چې پوتین جوړه کړې ده. اوس د اوربان حکومت هم د پوتین پر لاره روان دی.»

هغه وویل: «د اروپايي ټولني سیاستوالو ديره موده دې خبري ته پام نه دی اړولی، په دې وضعیت کې باید بدلون راشي.»