1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یخچالونو کې د وژل شوو مهاجرینو د عاملینو محکمه پیل کړې

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

هنګري هيواد په محکمه کې د انساني قاچاق کوونکو له خوا په يوه يخچال لرونکي لارۍ کې يو اويا پناه غوښتونکي د انتقال پرمهال وژل شوي اوس يې په تور د دريو کسانو محاکمه دوام لري.

https://p.dw.com/p/2iejU
Österreich Tote Flüchtlinge in LKW entdeckt Parndorf Neusiedl am See
انځور: Reuters/H-P Bader

په هنګري کې د دوبې رخصتۍ له پای ته رسيدلو وروسته د يو اویا پناه غوښتونکو د وژلو په تور د نيول شويو کسانو محاکمه بيا پيل شوه. په هنګري کې د محاکمې دغه بهیر د شاهدانو شهادت ورکولو سره، د هنګري هيواد په کيسکيمت ښار کې د جون مياشتي پر يو ويشتمه نيټه پيل شوی وه.

يو تن افغان او دوه بلغاریايي انساني قاچاقبرانو باندې د دغه وژنو تور دې. دغه لارۍ موټر په ۲۰۱۵م کال کې د اتريش پراندورف کلي کې چې هنګري سرحد ته نږدې پروت دی، وموندل شوه. دغې پيښې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ. په دې پيښه کې پر نورو اوه تنه بلغاريايي وګړو هم دعوه شوې چې په دغه جنايت کې ښکیل دي. دغه تورن کسان په هنګري کې د نورو انساني قاچاقبرانو سره چې د آلمان په لور يې مهاجرین ليږدول، ښکیل دي.

 

د هنګري په محکمه کې څارنوال پر دوی باندې نه يوازې د انساني قاچاق تور لګولی بلکې دا کار يې  يو زړه بوګنونکی ظالمانه عمل بللی. د شاهدانو د خبرو له مخې چې د محکمې پر اتمه ورځ يې کړي دي، دغو انساني قاچاقبرانو په یوه کوچني موټر کې لسګونه مهاجرین ځای په ځای کړي چې د هوا او اکسیجن له کمښت سره مخ شوي.

د دوبي د رخصتۍ تر مخه د محکمې په بهير کې يوازې يو تن بلغاريايي په هر اړخيز ډول خبرې کړي او ويلي یې دي چې نوموړي یوازې د افغان قاچاق کونکي چې ددوي مشر وو، د هغه د معاون په توګه يې ورسره کار کړی. دغه بلغاريای پر خپل ځان هر ډول لګول شوې تور رد کړې او زیاته کړې ده چې يوازي د ژباړونکي په توګه يې کار کوو. خو شاهدانو بیا د ده خبری رد کړي.