1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند، له افغانستان لوبه وگټله

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د آسیا جام د کرېکټ په سیالیو کې افغان لوبډلې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه. افغانستان، هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وو. هند دغه لوبه په اتو ویکټو وگټله.

https://p.dw.com/p/1BKRp
انځور: Reuters

د آسیا جام د کریکټ د سیالیو په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او هند د لوبډلو تر منځ سیالي تر سره شوه. دغه لوبه د هند په گټه تمامه شوه. هند د پچې گټلو وروسته افغان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په پیل کې تیزه لوبه پیل کړه، خو د لومړني لوبغاړي تر سوځیدو وروسته افغان توپ وهوونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل او ټوله لوبډه په ۴۶ اوور کې د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره وسوځیده.

د هند لوبډلې له پیله کراره لوبه پیل کړه. د نورو لوبو برخلاف دا ځل افغان بالران پر دې ونه توانیدل چې د هند لوبغاړي ژر ژر وسوځوي. هند د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۳ اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ.

افغانستان ته پاکستان، سریلانکا او هند ماته ورکړه خو بنگله دیش ته بيا افغانستان ماته ورکړې ده. د افغانستان لوبډله په دغو سیالیو کې په ځانگړې توگه د بالېنگ یا توپ اچوني په برخه کې ډیر ښه وځلید او د پاکستان، بنگله دیش او آن د سریلانکا لوبغاړي په دې و نه توانیدل چې د افغانستان پر بالرانو ډیري منډي جوړي کړي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان او بنگله دیش لوبډلو تر منځ تر یوې په زړه پوري سیالۍ وروسته پاکستان بنگله دیش ته ماتې ورکړه. بنگله دیش د دریو لوبغاړو په مرسته ۳۲۶ منډي جوړي کړې. پاکستان د دغه هدف د ترلاسه کولو په تعقیب په منډو جوړولو پيل وکړ او د ۶ لوبغاړو پر سر یې دغه هدف په وروستي اوور کې تر لاسه کړ.

د سریلانکا لوبډلي تر مخه لا د آسیا جام پای لوبي ته لار موندلې ده او دیارلس پواینټونه لري. پاکستان هم له بنگله دیش څخه د لوبې تر گټلو وروسته پای لوبې ته لار ومونده. پاکستان هم ۱۳ پواینټه لري. افغانستان څلور پواینټونه او هند بیا اته پواینټونه لري. بنگله دیش په دغو سیالیو کې چې تیر ځل پای لوبي ته وتلی وو، هیڅ کومه لوبه نه ده گټلې.

دوه کاله تر مخه دغه جام پاکستان گټلی وو او سږ کال به د روانو سیالیو پای لوبه د مارچ میاشتې پر اتمه نیټه د سریلانکا او پاکستان لوبډلو تر منځ تر سره شي.