1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ـ د مسلمانې کورنۍ د هندو مږور اعلان لانجې راوپارولې

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

د ګېڼې يو داسي اعلان چي پکښي د مسلمانې کورنۍ دننه يوه خوشاله هندو مږور ښودل سوې وه، په هند کي يې سخت غبرګونونه راوپارول.

https://p.dw.com/p/3jv9C
Indien Goldschmuck
انځور: Noah Seelam/AFP/Getty Images

د «تانيشق» په نوم د ګېڼې نامتو برانډ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۴مه) خپل يو ويډيويي اعلان ليري کړ. دغه اعلان د «ايکتاوم» يا اتحاد په نوم کامپاين په ترڅ کي خپور سوی وو. دا له هغه وروسته چي د دغه اعلان په وړاندي سخت ولسي غبرګونونه راوپارېدل. تانيشق د «ټاټا» په نوم لوی هندي شرکت ملکيت دی او په دغه هيواد کي په تر ټولو زياتو ګيڼه خرڅوونکو شرکتونو کي شميرل کيږي.

په دغه ويډيويي اعلان کي ښودل کيږي چي يوه هندو مېرمنه په يوه مسلمانه کورنۍ کي واده سوې وي او د هغې د لومړي ماشوم د لمبولو مراسم ادا کوي.

تانيشق د ياد اعلان د ليري کولو په استدلال په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي د ويډيو د ليري کولو اقدام يې د «خپلو همکارانو، شريکانو او د دکانونو د عملې د مجروح سوو احساساتو او سلامتي »په پام کي نيولو سره کړی دی.

خو تانيشق دا نه ده روښانه کړې چي ايا کارګرو ته يې ګواښونه سوي او ايا له دې کبله يې دغه اعلان ليري کړی که څنګه.

د ياد ويډيويي اعلان تر چلېدلو وروسته په زياته په خواله رسنيو کي پر تانيشق سخت انتقادونه وسول. د سوشل ميديا کاروونکو پر دغه شرکت تور ولګاوه چي له بيلو اديانو سره تړاو لرونکو انسانانو تر منځ و ودونو ته کامپاين کوي.

د اعلان له کبله د تانيشق مصنوعاتو پر ضد په خواله رسنيو کي کامپاينونه هم پېل سول. په دې ترڅ کي په ټويټر کي د #BoycottTanishq يا له تانيشق سره پرېکون هيشټېګ ډېر وچلېد. په دې ترڅ کي پر تانيشق شرکت تورونه ولګول سول چي ګواګي و (love jihad) يا د مسلمان نارينه وو له خوا د ميني او واده تر نوم لاندي و اسلام ته د هندو مېرمنو رااړولو له پاره کمپاين کوي.

بعضي د خواله رسنيو کاروونکو پر تانيشق حتی دا تورونه ولګول چي ګواکي صرف «د مسلمانې ګېڼې» له پاره کامپاين کوي. د هند د حاکم ګوند بهارتيا جنتا پارټي سياستوا کهمچند شرما ويلي چي په ياد اعلان کي دا کار د يو وياړ په توګه ښودل سوی چي هندو مېرمنه و يوې مسلماني کورنۍ ته واده سي.

شرما په خپل يو ټويټ کي ليکلي دي: «تاسو ولي نه ښيي چي يوه مسلمانه مږور و يوې هندو کورنۍ ته واده سوې وي؟ داسي معلوميږي لکه تاسو چي د #LoveJihad له پاره مبارزه کوئ او يو ځانګړي عقيدې ته ترجيح ورکوی.»

د شاشي تارړ په نوم يو کس په يو ټويټ کي ليکلي چي هغه کسان چي د «ايکتاوم» يا د مسلمانانو او د هندوانو د اتحاد مخالف دي او ورسره پرېکون کوي، هغوی دي «د هندو او مسلمانانو د تر ټولو لوی سمبول هند سره ولي پرېکون نه اعلانوي.»

د سه شنبې په ورځ د تانيشق تجارتي برانډ د ونډو لرونکي کمپنۍ د ونډو بييې د هند د اسارو په بازار کي د ورځي تر پايه ۲،۵ فيصده راولوېدې.

تانيشق د دغه اعلان د ليري کولو په استدلال کي له «بيلابيلو او سختو غبرګونونو» او په غير ارادي توګه د «احساساتو د ګډوډولو» څخه يادونه کړې ده.

خو د هند د حزب اختلاف د لوی ګوند کانګريس يو شمير مشرانو پر تانيشق د عناد تور لګولی دی او د ټاټا تجارتي ډلې پر پخواني رئيس راتن ټاټا يې ږغ کړی دی چي پر دغه موضوع خپل دريځ ونيسي.

د ټاټا شرکت ملکيت يو شمېر تجارتي براندونو ترمخه هم يو شمير ټولنيزو موضوعاتو فلمونه خپاره کړي دي چي پکښي د همجنسبازانو د حقونو موضوعات هم شامل ول. ياد فلمونه هم د سختو غبرګونونو سره مخامخ سوي ول. خو دغه فلمونه بېرته نه ول ليري کړل سوي.

د ياد اعلان ليري کېدنه په داسي وخت کي تر سره کيږي چي هند له ديني لږکيو سره د چلن او د بشري حقونو د نقض د تورنو په تناظر کي د رسنيو د سرليکونو برخه ګرځېدلې ده.

کله چي د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کي د کرونا پاندمي خپره سوه نو په هند کي پر مسلمانانو تور ولګول سو چي د ويروس «ستر خپرونکي» دي. دا له هغه وروسته چي د تبليغي ډلې يو شمير غړي په کرونا مبتلا سول.

تېره میاشت د بشري حقونو نړيوال سازمان «امنيستي انټرنېشنل» وويل چي په هند هيواد کي يې خپل فعاليتونه متوقف کړي دي او د لومړي وزير نريندر مودي د حکومت لخوا له «دوامداره سخت چلن/کرېک ډاون» او «ازار» څخه يې خبره کړې وه.

ا.م./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (01.05.2017):