1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د کشمير مسلې پر سر خبري کړي

۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان او هندوستان لومړي وزيرانو ويلي دي، چي هغوی د دواړو هيوادونو تر منځ د راتلونکو خبرو اترو څخه د ښو پايلو تمه لري. د پاکستان او هندوستان لومړي وزيران په مالديف کي تر يوې يو ساعته غونډي وروسته دغه خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/138Hs
د هندوستان او پاکستان لومړي وزيران يو سف رضا گيلاني او من موهن سنگ
د هندوستان او پاکستان لومړي وزيران يو سف رضا گيلاني او من موهن سنگانځور: UNI

دواړو لومړي وزيرانو وويل،چي د پاکستان او هندوستان اړيکي د ښه کيدو په حال کي دي،خو هغوید خپلي راتلونکيغونډي له پاره يوه مشخصه نېټه و نه ټاکله.

د پاکستان او هندوستان لومړي وزيرانو په مالديفکي د «سارک» په غونډه کي ګډون کړیوو.

ددېغونډي په حاشيه کيتر يوساعته غونډي وروسته د هندوستان لومړي وزير، منموهن سنګ،وويل، چي ډير توند بحث يې در لودی او د ځينو پرمختگونو هرکلی وسو.

د سنګ پهخبره، په راتلونکي کي د دواړو هیوادونو په لوړه کچه خبر اتري بايد لا ډيريښيېپايلي ولري.

د پاکستا لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني وويل،چي هغه د خپل هندي سيال سره د کشمير په ګډونپر نورو ډيرومسايلوخبري کړي دي.

« د پاکستان او هندوستان تر منځ د خبرو اترو راتلونکېغونډه به د دغو دواړو هيوادونو تر منځ د تاريځ يوه نوې پاڼهپرانيزي.»

پاکستاناوهندوستان تر اوسهدرېوارييوله بل سره جګړېکړيدي. خو اوس کارپوهان وايي،چي د دغو هيوادونو اړيکي د ښه کيدو په حال کي دي.

د دغه دواړو هیوادونو د اړيکو د ښکېدو په منځ کي د کشمير او په پاکستان کي د ياغیانو د اډو مسله خنډ ده.

په ۲۰۰۸کال کي د هندوستان په ممبی ښار کي د تروريستي بريد پړه پر پاکستان واچول سوه، چي گویا په هغه هيواد کي ميشتو ياغيانو تر سره کړی. تر هغه وروسته د سولي خبري و درېدلې.

هندي او پاکستاني لومړي وزيرانووروستی وارهغه وخت سره وليدل چي منموهنسنګد پاکستان لومړيوزير ته د هندوستان او پاکستان تر منځ د کريکټ لوبي د نندارې بلنه ورکړه.

پاکستانپه افغانستان کي د هندوستاند مخ پر ډيريدونکينفوذ څخه هم بيره لري،او تلئېپه دېاړه خپله اندېښنه څرګنده کړېده.

افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د سارکپه غونډه کي د نورو غړو هيوادونو ترڅنګ ګډون کړی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل