1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هند افغانستان ته لومړۍ جنگي الوتکه ورکړه»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

هندوستان له هغو څلور جنگي څرخۍ الوتکو څخه چي له افغانستان سره مرسته کوي يوه ئې د افغان هوايي ځواک په اختيار کي ورکړې ده. په دې سره به افغان هوايي ځواک د وسله والو ياغيانو پرضد مبارزه کي پياوړی سي.

https://p.dw.com/p/1HRWC
Russland Syrien Militärhilfe
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

د روسيې «ريا نووستي» آژانس د «ايکانوميک ټايمس» ورځپاڼي په حواله ليکلي دي چي هندوستان د روسيې جوړ Ми-25 جنگي څرخۍ الوتکو له جملې څخه يوه ئې د افغان هوايي ځواک په اختيار کي ورکړې ده.

د روان کال په نوامبر مياشت کي افغانستان له تروريزم سره د مبارزې له پاره له هنده د روسيې جوړ څلورو جنگي څرخۍ الوتکو غوښتنه وکړه، چي وروسته په دې اړه يو هوکړه ليک هم لاسلیک سو.

د دغه هوکړه لیک له مخي به هند افغان پوځيان هم روزي. هند دغه څرخۍ الوتکي افغانستان ته په وياړ توگه ورکوي.

هند تر دې دمخه هم خپل جوړ «cheetal» ډوله درې څرخۍ الوتکي افغان هوايي ځواک ته ورکړي وې.

په ۲۰۱۱م کال کي له هند سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون تر لاسليک وروسته دا لومړی وار وو چي دغه هيواد د افغانستان له هوايي ځواک سره د هوايي وسلو مرسته کوي.

تر دې دمخه هند افغانستان ته يوازي ترانسپورتي الوتکي، نقليه وسايل او دغه راز د پوځيانو په روزلو کي مرسته کوله.

په نوامبر مياشت کي د رویترز خبري آژانس د يوه راپور له مخي هند په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان جنرال کمپبل سره د دغو الوتکو د انتقال د موضوع په هکله خبري اتري کړي وې.

هند نه سي کولای چي دغه الوتکي کابل ته والوزوي، ځکه باید د پاکستان له خاوري تیري شي. له همدې کبله دغه الوتکي باید پرزه، پرزه سي او په الوتکو کي افغانستان ته انتقال سي.

کمپبل په سپتمبر میاشت کي هند ته سفر کړی وو خو د دغه سفر په هکله جزئیات خپاره نه سول.

رویترز هغه مهال ليکلي ول چي یوه روسي دیپلومات ویلي دي چي نوی ډهلی د دغو الوتکو د انتقال له پاره د روسیې امضا ته اړتیا لري، ځکه دغه الوتکي له روسیې څخه رانیول سوي دي.