1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان مريخ ته لومړۍ سپوږمکۍ ولېږله

شمس الرحمان ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۴, سه‌شنبه

دا لومړی وار دی چې هندوستان مریخ ته خپله سپوږمکۍ استوې. هند لومړی اسياسي هيواد دی چي مريخ ته ځان رسوي. تر اوسه پوری یوازې روسیه، امریکا او اروپايي ټولنه په دې توانیدلي دي چې مریخ ته خپلې سپوږمکۍ واستوي.

https://p.dw.com/p/1ABga
انځور: picture-alliance/dpa

رسنيو د هندي چارواکو په حواله ویلي دي چې دغه بې پيلوټه ماموریت د هندوستان په سهیل خیتځه سیمه کې له فضايي سټیشن څخه په سیمه ییز وخت د ماپښين پر ۲بجو او ۳۸ دقيقو باندي پيل شو. توغول شوی راکيټ ۱،۳۵ټنه وزن لري او نزدې ۷۳ میلیونه امریکايي ډالره لګښت ورباندي راغلی دی.

د هندوستان د فضايي څېړونو ادارې « ISRO» ویاند پرشاد کارنیک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلې دي:« کاونټ ډاون له پروګرام سره سم وتوغول شو.» نومړۍ زیاته کړه:« که څه هم ورځي خورې وې، خو کومه ستونزه نه وه.»

د هند لومړي وزیر من موهن سنګ، نزدې ۱۵ میاشتې مخکې کله چې د مریخ په لور د چین فضايي ماموریت له ناکامۍ سره مخامخ شو د خپل دغه فضايي ماموریت اعلان کړې وو. په هغه وخت کې د هند په هکله ویل کیده چې دغه هیواد په سیمه کې په پوځې برخو کې د ځان لوړ ښوولو کوښښ کوي، خو د«ISRO» اداري دغه ادعاوې رد کړي وې.

پر دې ماموريت باندي ۷۳ ميليونه ډالره مصرف راغلی دی
پر دې ماموريت باندي ۷۳ ميليونه ډالره مصرف راغلی دیانځور: picture-alliance/AP

دغه طلايي رنګه سپوږمکۍ چې د یوه کوچني کرولا موټر یا یو لوې یخچال په اندازه غټوالې لري د روسي او امریکايي راکيټونو په پرتله د ډیر یوه کوچنې راکټ په وسیله فضاء ته توغول شوې ده.

د یاودنې وړ ده چې تر اوسه پوري مریخ ته د لېږل شوو ماموریتونو سم نیمايي له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي. په ۲۰۱۱ کال کې د چین او په ۲۰۰۳ کال کې د چاپان دا ډول ماموریتونه هم له ناکامۍ سره مخامخ شول.

تر اوسه پوری یوازې روسیه، امریکا او اروپايي ټولنه په دې توانیدلي دي چې مریخ ته خپلې سپوږمکۍ واستوي.

بلي خوا ته د دغه هیواد یو شمیر خلکو پر دغه ماموریت باندي سختې نیوکې کړي دي. دوی وايي چې په داسی یوه هیواد کې چې حکومت خپل ولس ته په پوره اندازه خواړه نه شې برابرولای او تر نیمايي زیات خلک يې د تشنابونو اساسي اسانتیاوې نه لري، پر دې ډول پروژو پيسو مصرفولو ته څه اړتيا ده.

د «ISRO» اداره وايي چې دا ټکنالوجې به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ډیره مرسته وکړي ځکه د دې سپوږمکۍ په وسیله موږ کولای شو د آب و هوا او همدارنګه په اوبو پوري اړوندو وسایلو څارنه وکړو سربیره پر دې دغه سپوږمکۍ به د هیواد په لیري پرتو سیمو کې د مخابراتي اړیکو په برخه کې ډیري آسانیاوې رامنځته کړي.