1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونههندوستان

هندوستان د همجنسبازانو د وادوه پر قانوني کولو غور کوي

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د هندوستان سترې محکمې د جمعې په ورځ یوه پریکړه وکړه چې له مخې ېې د همجنسبازانو واده د قانوني کېدو یوه قضيه مخته وړل کيږي. هندوستان څلور کاله مخکې دې ته ورته د بریتانوي هند یو قانون لغوه کړی وو.

https://p.dw.com/p/4K4lW
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: TED ALJIBE/AFP/Getty Images

دغه قضیه تیرکال د يوې همجنسبازه جوړې له خوا چې په غیر رسمي توګه ېې خپل نظریات وړاندې کړی ول، رامخته شوه. د محکمې دغه اقدام به دې ته لار هواره کړي چې هندوستان تر ټايوان وروسته د آسیا دوهم داسې هیواد وګرځي چې د همجنسبازانو واده کول به پکې قانوني کیږي.

عريضه کوونکو هر يو ابهي ډانګ او سپريو چکربارتي، د خپل واده تر مراسمو وروسته نيو انډين ايکسپرس ورځپاڼې ته وويل چې دوی هیله مند دي تر څو وشي کړی ښه ژوند ولري. دوی اوس له سوپريم کورټ څخه غواړي تر څو نورو همجنسبازو جوړو ته هم د دوی په څیر د واده کولو حقونه ورکړل شي.

په هند کې د همجنسبازان حقونه ورځ تر بلې ډیریږي

د مشر قاضي دهنجي چندراچوړ په مشرۍ ېوې باصلاحیته ډلې له حکومت څخه غوښتي تر څو په دې هکله خپل ځواب د ېوې میاشتې په منځ کې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د صدراعظم نريندرا مودي حکومت تر دې مخکې د همجنسبازانو د واده د قانوني کېدو له ګڼو هڅو سره مقاومت کړی دی.

حکومت تيرکال د ډيلي هايکورټ ته وويل چې د همجنسبازانو تر منځ واده کول، کېدای شي په هیواد کې د شخصي قوانینو د نازک تعادل په موجودیت کې «د بشپړې تباهۍ سبب وګرځي.»

هند: ٪۸۶ جنسي تېری عقارب او خپلوان کوي

د هندوستان سوپريم کورت د جمعې په ورځ د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو قضېې د مخته وړولو اجازه داسې وخت ورکوي چې په وروستيو کلونو کې په هند کې د کورني او جنسي مسائلو اړوند ډيرې پېښې رامخ ته شوي دي چې په هغو کې د زنايي جرمونو ډيريدل او د سقط جنین حقونو پراخيدل هم شامل دي.

د مارچ په ۳۱مه د هندوستان به کلکته کې د ال جي بي ټي کيو ټولنې غړی له شعارونو سره واټونو ته راوتلي ول
د مارچ په ۳۱مه د هندوستان به کلکته کې د ال جي بي ټي کيو ټولنې غړی له شعارونو سره واټونو ته راوتلي ولانځور: Subrata Goswami/DW

د هندوستان محکمې په ۲۰۱۸م کال کې یو قانون چې څه باندې ۱۵۰ کاله مخکې د بریتانيا له خوا معرفي شوی وو، لغوه کړ. په دغه قانون کې د همجنسبازۍ رابطه جرم ګڼل کېده او د همجنسو افرادو تر منځ د جنسي اړيکې توافق ته پکې تر لس کاله پورې حبس ټاکل شوی وو.

پاکستانۍ ترانس ډرامې د کن «کوير جايزه» وګټله

د قانون تر لغوه کېدو یو کال وروسته په ټول هیواد کې د ال جي بي ټي کيو هيندیانو د خوښيو ډک جشنونو ونیول او پلازمينه نوی ډيلي بیا د دوی د شانداره کلني پریټ شاهد وګرځيد.

که څه هم ياد قانون په ډير ندرت اجرا کېده، خو منتقدان وايي چې معمولا ورڅخه د هند د همجنسبازانو ټولنې د وېرې او آزار او اذیت له پاره کار اخیستل کېده.

پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه

په هندوستان کې اوس هم ال جي بي ټي کيو افراد د کورنيو او ټولنې له خوا زورول کیږي، خو په متوسطو او ښاري سیمو کې بيا د بدلون نښې نښانې ليدل کيږي. په وروستیو کلونو کې ډېرو پېژندل شوو څيرو، لکه د ځغاستې ستورې دوته چاند ځانونه ښکاره کړل. دوته چاند لومړنۍ وتلې هندۍ ورزشي لوبغاړې وه چې په ۲۰۱۹م کال کې ېې ومنله چې همجنسبازه ده.

mks/nz/(AFP)

په هند کې د ودونو پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوريز البوم.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل