1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان دډيرو چلنجو لکه فقر،ترهګرۍاو اقليم ساتلو سره مخامخ دی

۱۳۸۸ بهمن ۶, سه‌شنبه

د هندوستان داستقلال نن 60 کاله پوره کيږي . دغه هيواد چي د هغه د ډيرو او رنګارنګو قومو، مليتو ،مذهبو ، ژبي او غټوالي د لحاظه د حکومت کولو ندی ، په خپل 1,3 مليارډه نفوس سره ددنيا تر ټولو لويه دموکراسي لري

https://p.dw.com/p/LgtF
انځور: UNI

د لمر په وړانگو کې ځلېدونکې لوړي ودانۍ، د سوداگرۍ مرکزونه، په کومو کې چې د گوشي، پرادا يا ديور Gucci, Prada, Dior نوي نوزي څيزونه رانيول کېدلی شي، پر سړکونو باندي د مرسيدزبنز، BMW يا Audi موټر - هغه څه دي، چې د پخواني هندوستان سره هېڅ اړوند نه لري، هغه هندوستان، چې په 1947 ميلادي کال کې له انگلستان څخه خپله آزادي تر لاسه کړه، او 60کاله دمخه يعنی د 1050 ميلادي کال د جنورۍ د مياشتي پر 26 ورځ يې اساسي قانون جوړ او نافذ شو . خو دا اقتصادي وده، چې په تېرو کالونو کې په متوسط ډول سره په سلو کې 8برخو ته رسېده، د عامو خلکو په ښه نه ورځي . هند کېدلی شي په اطلاعاتي تخنيک کې يو لوی ځواک وي، خو دوه پر دريمه وگړي يې تر اوسه پوري، له بې گټې گڼل کېدونکي کرهڼي څخه ژوند کوي .

په برلين کې د پوهنې او سياست له ټولني څخه هند پېژندونکی کرستيان واگنر، په هغه هېواد کې د بې وزلو او بډايانو تر منځ د درز زياتېدل د هند حکومت ته يوه لوی چلنج بولي او وايي:

(ښکاره ده، چې په هندوستان کې له 60 کالونو راهيسې څرگنده اقتصادي وده شوې ده . خو د بلي خوا بايد دې ته هم پاملرنه وسي، چې ددغه هېواد په 40 فيصده خلګ، له يوه ډالر نه په کمو پيسو گذاره کوي . دا په دې معنی چې اقتصادي گټې په هغه ډول سره وگړو ته نه وروېشل کيږي، لکه چې د دموکراسۍ اصول يې ايجاب کوي .)

ټولن پېژندونکی يوگيندرا ياداو Yogendra Yadav هم ورته نظر لري . مگر د ياداو له نظره ټولنيزي ربړي کېدلی شي حل شي، تر هغه پوري چې خلک پر سيستم باندي اعتماد ولري .

يوگندرا ياداو څرگندوي : (که جمهوريت دا معنی ولري، چې خلک په هندوستان کې د بيان آزادي لري، نو دا به بيا يو خوب او خيال وي . او ډېر وخت به نيسي، تر څو دا خوب او خيال په حقيقت بدل شي . په تېره بيا په يوه داسې هېواد کې، چې بې وزلې پکښې سته، لوږه پکښې سته او د وگړو ډيره برخه ځان له حکومت څخه ليري بولي . مگر تر نن ورځي پوري اساسي قانون ته درناوی کيږي، دموکراسي تر نن ورځي پورې ژوندۍ ده. او تر نن ورځي پوري خلک لږ او ډېر پر سيستم باندي اعتبار لري.)

Flash-Galerie Supermacht Indien - 60 Jahre demokratische Verfassung
انځور: dpa

تر اوسه پورې د هند حکومت همدا ژمنه کوي، چې له بې وزلۍ او غريبۍ سره به مبارزه کوي . د اقليت حقونه به ساتي او په تېر بيا نجونو ته به د لوست زمينه برابروي . په دې هره برخه کې پرمختگ هم شوی، مثلا د هندوستان د حکومت د 2009 ميلادي کال د احصايې له مخې، دوه پر دريمه هندوستانيان ليک او لوست کولی شي . دا اندازه له 2001 کال څخه په سلو کې 6 برخې ډېره ده.

د دفاعی چارو کار پوه افسر کريم وايي، هندوستان له يوه سخت دښمن سره هم په جگړه کې ښکېل دئ : تروريزم. د هېواد د ننه ماوويستان امنيت ته خطر جوړوي او په خپلو گذارونو سره لانجې راپورته کوي . د دې تر څنگ نړيوال تروريزم هم هندوستان ته لاس ور اوږد کړی دی، چې په 2008 م کال کې د بمبي گذارونه يو مثال جوړوي . افسر کريم وړاندې په ډاگه کوي:

(خلک سخت اندېښمن دي . دا ضمانت ورته نه سته چې هغسي واقعه به بيا نه پېښيږي . د ممبيي گذارونه سخته روحي او اقتصادي لغته وه. اگر چې له يو کال راهيسي بيا کوم څه نه دي پېښ شوي، خو نړيوال او امريکايي استخبارات په ډاگه وايي، د دې خطر سته، چې لشکر طيبه او القاعده به بيا هندوستان په نخښه کوي .)

پريا ايسل بورن / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري