1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

افغان چارواکو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې له امله د افغان ملي اردو د سرتیرو او ملکي کسانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2iwKN
Karte Afghanistan Provinz Helmand Deutsch
انځور: DW

د هلمند د ولایت مقام ویاند عمر ځواک، چې د تلفاتو شمیرې یې وړاندې کولې وویل چې دغه برید د ناوې ولسوالۍ په یوه بازار کې شوی ده.  دغه ولسوالۍ په دې وروستیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو او طالب یاغیانو ترمنځ د سختو جګړو شاهده وه.

په ورته وخت کې افغان ځواکونو ویلي دي چې دوی د تیرې جولای په میاشت کې د ناوې ولسوالۍ بیرته نیولې او په دې ولسوالۍ کې د مقاومت او دوامدارې جګړې پخلۍ کوي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او وسلوالو طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي. د یادولو وړ ده چې طالبانو زیاتره وخت په هلمند ولایت کې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او دغه ډله د دې ولایت له مرکز لښکرګاه د باندې د یو شمیر سیمو واک په لاس کې لري.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ایمرجنسي په نامه روغتون وايي چې دوی ته د دري مړي او ۱۹ ټپیان راوړل شوي دي. په ورته وخت کې د بوست په نامه یو بل روغتون ویلي چې دوی ته هم ۱۰ ټپیان انتقال شوي دي. ایمرجنسي روغتون سره د ایټالیا هیواد مرستې کیږي.

تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې روغتونونو ته له انتقالیدو وروسته، کوم ټپي ژوند له لاسه ورکړی که نه. دغه برید په لښکرګاه کې تر وروستي بل ځانمرګي برید یوازې څو ورځې وروسته تر سره کیږي. څو ورځې مخکې د همدې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي ۷ کسان ووژل او لږ تر لږه ۴۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

سربیره پر دې تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د خپلې نوې تګلارې په اعلان سره د طالب یاغیانو پرضد د لا ډیرو بریدونو خبر ورکړ.