1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: اور لگېدنې د ملينونو افغانيو زيان واړوی

۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعه

هغه اور چی د پنجشنبې په ورځ ناوخته د هلمند د مرکزي ښار لښکرګاه په منځ کي د لرګیو په مارکیټ کی ولګیدی، د سلګونو هټیو تر څنګ یې لسګونه کورنه هم وسوځول.

https://p.dw.com/p/12NyJ
اور زيات مالي تاوان واړاوه
اور زيات مالي تاوان واړاوهانځور: DW/Mujtaba Mohammadi

د لښکرګاه ښار په منځ کي اورلګېدنې سلګونه دوکانونه او د لرګیو ټالونه په بشپړه توگه سوځلي دي. اور هغه وخت مړ سو چي د میلیونونو افغانیو لرګیو او د خلکو د کورنو دارایي وسوځول سوې.

د اور د لګېدو سره یوځای د اور وژنې موټر سیمی ته ورسېدل خو دوکانداران له دولت نه ګیله کوي چي وای نه يې وکولای سول چي د دوی پر دارایي او دوکانونو راګرځیدلی اور پر وخت ووژني.

وړوکی مسعود خان چي پر زړې کلا یې لګېدلي اور په سترګو لیدلی دی وایی چي اور ډېر ډارؤنکی ؤ او نږدې ؤ چي د دوی د کور انسانان هم پکښي وسوځیږي.

د لرګیو د ټالونو او سرایونو په منځ کي د خلکو د استوګنې کورونه سوځېدلي او په سرایونو کي حیوانان لیدل کیږي چي سکاره سوي پراته دي. د زړې کلا د سیمی د خلکو د نقدو پیسیو څخه نیولې بیا د کور تر شیانو پوري ټول سوځېدلي دي.

د اغېزمني سوي سيمي خلک وایي چي د تېر ماښام د لګېدلي اور له امله یو نیم سل میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی. که څه هم د دې اور لګېدني اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته سوی خو په زړې کلا کي د کار و بار کسان چي دا مهال یې دوکانونه ټول سوځېدلي دي، له دولت نه دمرستې غوښتنه کوي.

د لښکرګاه په ښار کي د اورلګېدنې پیښي دومره زیاتي نه دي خو څو میاشتې وړاندي ښار ته څېرمه د بولان په ځنګل کی د لګطدلي اور له امله د ځنګله سمه نیمایي برخه وسوڅېدل.

مجتبی محمدي/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم