1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"هغه ژمني چي مي تر ټاکنو مخکي کړي وې عملي سوي دي"

۱۳۹۰ بهمن ۵, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د خپل ولس د وضعيت په هکله کلنۍ وينا په بهرني سياست کي له برياليتوبنو څخه پيل کړه.«د عراق جګړه پای ته ورسېده، بن لادن ووژل شو. له افغانستان څخه د سرتيرو وتل پيل شول.»

https://p.dw.com/p/13pOK
«د تهران رژيم ته مو دا اجازه ور نه کړه چي د اټومي وسلو خاوند شي»
«د تهران رژيم ته مو دا اجازه ور نه کړه چي د اټومي وسلو خاوند شي»انځور: dapd

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر هر کال د «ولس د وضعيت» تر نامه لاندي د کانګرس غړو ته وينا کوي چي په هغه کي د يوه کال ټولي بریاوي او خپله راتلونکې تګلاره روښانه کوي.

خو دا وار بارک اوباما خپله وينا په داسي وخت کي وکړه چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو کال دئ. د ټاکنو د مبارزې په درشل کي هغه خپله دغه وينا له خپلو برياليتوبونو څخه پيل کړه.

اوباما په لومړي سر کي خپلي بهرنۍ پاليسي ته په اشارې سره وويل چي کومي ژمني چي تر ټاکنو مخکي کړي وې، هغه ئې عملي کړي دي.

«د يو پياوړي دريځ په لرلو سره موږ په افغانستان کي د جګړې د پاي ته رسولو اقدام وکړ، تر اوسه پوري مو لس زره سرتيري را ايستلي دي، او ۲۳۰۰۰ نور به د روان کال د دوبي تر نيمايي پوري را ووزي. افغان ځواکونو ته به د مسئوليت ليږد دوام وکړي او موږ به له افغانستان سره د يو پايښت لرونکي مشارکت د تړون له پاره بندو بست وکړو چی دا هيواد يو وار بيا پر امريکا باندي د حملې ټاټوبی ونه ګرځي.»

اوباما پخپله وينا کي د ايرن په اړه وويل چي د تهران رژيم ته ئې دا اجازه ور نه کړه چي د اټومي وسلو خاوند شي:

«موږ به د دې کار د مخنيوي له پاره هر ډول اقدام وکړو. خو تر اوسه لا هم يو سوله ييز حل ممکن دئ. په دې شرط چي تهران پخپله تگلاره کښي بدلون راولي او خپل مکلفيتونه پر ځای کړي.»

اوباما پخپله وينا کښي تر بهرنيو موضوعاتو وروسته کورني سياست ته پام واړاوه. او هغه مسايل ئې راپورته کړل چي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښي اهميت لري، لکه: عدالت، انصاف او ټولو وګړو ته د مساوي چانس برابرول.

اوباما پخپله وينا کي په تکرار سره له شتمنو څخه د زياتي ماليې غوښتلو غږ وکړ:«هر څوک چي په کال کي يو ميليون ډالر يا تر دې ډير، بايد ۳۰سلنه ماليه ورکړي.»

هغه د خپلو سياسي مخالفينو هغه ادعاوي رد کړې چي ګويا دی په امريکا کي د يوه سوسيالستي نظام د جوړولو په لټه کي دئ.

که څه هم اوباما پخپله وينا کي د ولسشمرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو داوطلب ميت رومني چي يو ميلياردر دئ نوم وانه خيست، خو له وينا څخه ئې ټول په دې باندي پوه شول چي د هغه مقصد څوک دئ.

رومني د امريکا د يو ډير شتمن سړي په توګه د کاله شل ميليونه ډالره عايد لري او يوازي ۱۴ فيصده ماليه ورکوي.

د متحده ايالاتو ولسمشر د «ولس د وضعيت» په هکله وينا کي دغه راز ځيني وړانديزونه هم وکړل چي څرنګه د امريکا د ټولني د بيکارۍ، د محصلينو او متقاعدينو ستونزي حل شي. هغه په دې اړه د کانکرس له جمهوري غوښتونکو استازو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل