1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د ژوند شېوه

هغه توپیرونه چې کاري ژوند جوړوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

د یو لړ لنډو ویډیو ګانو له لارې دویچه ویله غواړي خپل ځینې خبریالان تاسې ته در وپیژني، څو دا واورئ چې څرنګه دوی خپله دنده ولې ټاکلې او څرنګه خپل کار پرمخ وړي. د دویچه ویله خبریالان خپلې شخصي کیسې شریکوي: #whereicomefrom

https://p.dw.com/p/2hp43
DW Kampagne Faces Paschtu
انځور: DW

وصلت حسرت نظیمي

دویچه ویله له ټولي نړۍ څخه د زرګونو خبریالانو په لرلو سره د آلمان نړیواله رسنۍ ده. د دې خبریالانو د ژوند کیسې د دوی د هغه سفر ښکارندويي کوي چې دوی یې په یوه نړیواله رسنۍ کې تر کار کولو پوري را رسولي دي. د دوی ژوند ته په کتو سره  نه یوازې دوی ته دا روښانه کوي چې څنګه هر څه بدلون مومي بلکې دا هم جوته کوي چې څنګه پر دې بدلونونو سربیره ثابت پاته شي. د #whereicomefrom تر هشتګ لاندې موږ غواړو دا وښیو چې دغه توپیرونو زموږ خبریالان څنګه د نن ورځې په کسانو بدل کړي.

د دویچه ویله خبریالان خپلې شخصي کیسې شریکوي: #whereicomefrom

د یو لړ لنډو ویډیو ګانو له لارې، موږ غواړو چې خپل ځینې خبریالان تاسې ته در وپیژنو، څو دا واورئ چې څرنګه دوی خپله دنده ولې ټاکلې او څنګه دوی خپل کار پرمخ وړي.

وصلت حسرت نظیمي

له دوو فرهنګونو سره په کور کې

وصلت حسرت نظیمي څلور کلنه وه چې آلمان ته د مهاجرې په توګه راغله. د هغې ژوند پر ژوند باندې د خپل اصلي ټاټوبي افغانستان او د آلمان فرهنګ او کلتور خپل اغیز پریښی دی او هغه په دې دواړو فرهنګونو کې خپل ځان عادي احساسوي. په ۲۰۱۰م کال کې هغې خپله دغه ځانګړنه دویچه ویله ته په راتګ سره دلته راوړه. اوس نوموړې له دویچه ویله سره د افغانستان، آلماني او انګلیسي په څانګو او همدا راز دویچه ویله نیوز د ټولنیزو رسنیو په یوه تلویزیوني پروګرام کې کار کوي. د هغې د کورنۍ زیاتره غړي لا هم په افغانستان کې ژوند کوي او د افغان مهاجرو په هکله د ورستیو سیاستونو له امله هغه هم اړ شوه چې په دې هکله په عملي توګه لاس په کار شي. وصلت په دې وروستیو کې د «ټاک فور یو» په نوم خپرونه چې د WDR تلویزیوني شبکې په مرسته ترسره کیږي، کوربه ده. په دې تلویزیوني خپرونه کې د مهاجرو د ګڼ شمیر مسائلو په هکله له آلماني او افغان چارواکو او همدا راز له مهاجرو سره بحث او خبرې کیږي. د هغې د ژوند تجربه نوموړې ته دا وړتیا وربخښي چې په پیچلو مسائلو کې لرلید ولري او دویچه ویله هم هغې ته داسې یو چوکاټ چمتو کړ، څو وکولای شي د خپلو وړتیاوو او هڅو په مټ له نورو سره مرسته وکړي.

کوښښي او د کار معتاده د لمسیو درلودونکې

دیباراتي ګوها

دیباراتي ګوها چې د دویچه ویله په بنګالي څانګه کې کار کوي، همکاران یې «نیا» بولي، دا ځکه چې هغه د ټولو په فکر کې ده او تل په دې هڅه کې ده چې د نورو په اندیښنو او ستونزو وپوهیږي. هغه د میرمنو د ژوند د سختو او ننګونکو کیسو د انعکاس له پاره هر تازه فرصت ته سترګې په لار ده. د هغې له پاره مهمه دا ده چې د ټولې نړۍ خلک په هندوستان او بنګلدیش کې د خلکو د ویرو او ستونزو په هکله خبر کړي. هغه په کلکټه کې زیږیدلې خو مور او پلار یې بنګالي دي. نو له همدې کبله هغه تر بل هر چا ډیر ځان بنګالۍ احساسوي. دا چې هغه د یوه وکیل لور ده، نو له همدې امله په هغې کې د کوښښ او مبارزې او همدا راز له سیاست سره علاقه له کوچنیوالي د ژوند برخه ده. ګوها له ۲۰۰۵م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. هغه د هندوستان له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې ماستري او دوکتورا لري. د دې ترڅنګ ګوها د هندوستان په نوي ډهلي کې د فرانکفورتر الګماینه سایتونګ له پاره د آسیا د خبرنګار د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده. تر دې وروسته هغې وکولای شول چې په دویچه ویله کې د تلویزیون، راډیو او انلاین ژورنلیزم په برخه کې یو روزنیز پروګرام هم پای ته ورسوي. ګوها له ۲۰۱۳م کال راهیسې د دویچه ویله د بنګالي څانګې د مشرې په توګه کار کوي.  

الیزابت شوو، د دوو هیوادونو تر منځ

الزابت شو، د دویچه ویله د خبرونو له څانګې څخه

الیزبت شو په آلمان کې زیږدلې او په تانزنیا کې لویه شوې ده. که څه هم هغه ځان دواړو هیوادونو پورې تړلې بولي خو له زړه ځان یوه تانزانیایي ګڼي. تر هغه وروسته چې هغه د زده کړو له پاره د آلمان راینلند سیمې ته راغله، نو د دویچه ویله په روزنیز پروګرام کې یې ونډه واخیسته او له هغه وخت راهیسې یې دغه رسنۍ نه ده پریښې. هغه وایي چې د «کور» پر وړاندې یې احساس په اسانۍ سره بدلیږي. کله چې هغه په تانزانیا کې له مسایلو خبریږي نو احساس یې هم بدلیږي. دا په دې معنی چې د هغې احساس د خپل زیږیدو هیواد آلمان، او پلرني هیواد تانزانیا پر وړاندې د بدلون په حال کې دی. همدا د دواړو فرهنګونو درک کول دي چې د هغې له پاره یې د نړۍ یو ځانګړی لیدلوری رامنځ ته کړی. هغه اوس د دویچه ویله د ټولنیزو رسنیو په څانګه کې کار وي. الیزابت شوو همداراز د سواحلي څانګې په راډیويي خپرونو کې هم ونډه لري.

د امریکا له جنوب څخه د اروپا تر زړه پورې

برنت ګاف، د دویچه ویله د خبري څانګې ویاند

د دویچه ویله نیوز په تلویزیون کې د «The Day with Brent Goff» په نوم خپروني د کوربه او خبرونو د ویاندویانو د مشر په توګه، برینت ګوف په دې خبر دی چې د ګونګو نظریو او د دروغو خبرونو په وخت کې، د خبرنګارۍ کیفیت تر بل هر وخت ډیر ارزښت لري. هغه په شمالي کارولینا کې لوی شوی او په اول وار يې په میسوري کې په یوه کوچني تلویزیونې شبکه کې کار پیل کړ. خو د هغه د ژوند هدف ستر وو او وروسته له هغې چې د فولبرایت له لارې یې یو تحصیلي بورس ترلاسه کړ، وکولای شول چې د جورج ټاون په پوهنتون کې تر ماستۍ پوري زده کړې وکړي. نوموړي بیا وروسته په برلین کې د CNN تلویزیونې شبکې له پاره د خپرونو د جوړوونکې په توګه کار پیل کړ او هغه په دې پوهیدی چې نړیوال خبرونه هغه څه دي چې نوموړی خپل راتلونکی پکې ویني. هغه په ۲۰۰۰م کال کې په دویچه ویله کې کار پیل کړ او له هغې وخت راهیسې نوموړی د تلویزیونې خپرونې له لارې یوه ډیره پیژندل شوې څیره ده. د برلین په نیوز روم یا د خبرونو په خونه کې او په ټوله نړۍ کې د هغه د لیدونکو له پاره برینت د یو داسې کس په توګه پیژندل کیږي چې تعهد لري، سخت زیار باسي او د غښتلي ژورنالیزم یا خبرنګارۍ له پاره هڅې کوي.

روسیې، دا د ویښیدو وخت دی

ژانه نیمتسووا، د روسیې د ویښیدو وخت رسیدلی دی

ژانا نیمسووا د مسکو د نړیوالو اړیکو په دولتي انيستیتوټ کې د اقتصاد په برخه کې تر زده کړو وروسته، د روسیې په سوداګریز خبري تلویزیوني چینل RBC کې د ژورنالیزم یا خبریالۍ په برخه کې خپل کاري ژوند پیل کړ. په دې تلویزیون کې هغې د یوې خپرونې د کوربه په توګه له سیاستوالو او سوداګرو سره مرکې او بحثونه کول. د ږانا پلار بوریس نیمڅوف چې د پوتین د سیاسي اپوزیسیون مشر او پر هغه باندې یې نیوکې کولې، وروسته له هغې چې د ۲۰۱۵م کال په فبروري میاشت کې ووژل شو، ژانا نیمسووا هم اړ شوه چې د خپل ځان د خوندیتوب له پاره خپل هیواد ترک کړي. نوموړې بلاخره آلمان ته راورسیده او له دویچه ویله سره یې کار پیل کړ چیرته چې اوس هغه د دې فرصت لري چې د خبریالۍ خپلې وړتیاوې او تجربې په داسې خپرونو کې وکاروي چې اصلاً په روسیه کې امکان نه لري. هغه د Nemtsova تر نامه لاندې خپله خپرونه لري او د هغې د یوه لیکل شوي کتاب عنوان هم د خپل پلار یوه خبره ټاکلې. هغه وايي چې پلار مې یوه ورځ د ښار د کلیسا زنګ وواهه او ویې ویل: «زه غواړم روسیه را ویښه کړم.» هغه وايي همدا خبره مې په یاد وه او ومې غوښتل چې د خپل کتاب عنوان یې وټاکم.