1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه آلمانی معلم چې کلتوري تنوع لمانځي

۱۳۹۷ اسفند ۱۲, یکشنبه

د شپږو کلونو راهيسې يان کاممن چې ۳۹ کاله عمر لري او هامبورګ ته څېرمه د هام ښار په يوه ليسه کې د انګليسي ژبې او جغرافيې ښوونکی دی، معلمي کوي. د دوی مکتب اروپايي ښوونځی بلل کيږي چې شعار يې «په تنوع کې يووالی» دی.

https://p.dw.com/p/3ENpy
Iran - "Ein deutsches Klassenzimmer" von Jan Kammann
انځور: Jan Kammann

د يان کاممن زده کوونکي د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه راځي. دغسې ماشومان او والدين يې د مختلفو وجوهاتو له مخې آلمان ته راغلي دي: يا کډوال دي يا محصلين يا دا چې مور او پلار يې په جرمني کې کار کوي، يا دا چې ماشومان يې په هامبورګ کې د بالېت د نڅا يوه مکتب ته هم ځي. يان کاممن وايي کله چې يې شاګردان په لومړي ځل مکتب ته ورځي، نو د استقبال په ساحه کې حيران ولاړ وي: 

«نه والدين او نه زده کوونکي په آلماني ژبه پوهيږي. هغوی بايد ځانونه هسې تسليم کړي. دغه د ځان تسليمولو احساس بايد څوک درک کړي، او بايد تجربه کړی يې هم وي.» 

يان کاممن د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه شاګردان لري. ځينې له بلغاريې، نور له کوسوو او روسيې څخه دي. کاممن تل خپل نړيوال شاګردان د خبرونو په نوم يو ساعت ته بولي، چې کولای شي پکې د خپلو هېوادونو د مطبوعاتو د راپورونو په هکله نورو ته معلومات ورکړي. کاممن مختلفو هېوادونو ته سفر هم کړی دی. په دغسې يوه سفر کې ۱۹ کلنې شبانې له افغانستان څخه ورڅخه پوښتنه وکړه چې «آيا د دې امکان شته چې زه آلمان ته راشم؟»

Lehrer Jan Kammann
يان کاممن د خپل سفر په هکله يو کتاب هم ليکلی دیانځور: Jan Kammann und Luisa Wolff

شبانه د «علم د لټونکو» په نوم د ايرانيانو په يوه پروګرام کې تر ټولو تکړه زده کوونکې وه. شبانې د تهران په يوه څنډه کې کډوالو افغان ماشومانو ته درس ورکاوه. دا هغه شاګردان وو چې دولتي مکتبونو به نه منل. شبانې غوښتل چې ډاکتره شي او په ايران کې يې آئينده نه ليده. خو کاممن ورسره کمک نه شو کولای. دغه خبره دی تر نن ورځې پورې ځوروي. دی وايي دا چې د آلماني په صفت آرام ژوند لري، هسې بخت او طالع يې دي. هاممن د خپلو شاګردانو د اصل بېلابېلو هېوادونو ته سفر کړی او په دې هکله يې يو کتاب هم ليکلی دی. هغه د خپلې دې تجربې په هکله وايي: 

«زما د پاره دا يو منطقي کار وو. ما د کلونو په اوږدو ډېرې شاګردانې او ډېر شاګردان پېژندلي دي. موږ يو بل سره وپېژندل داسې څه پکې تل ياديدل. زه د سفر او حرکت کولو لېوالتيا په ځان کې وينم او غواړم هر څه وپېژنم. زما د پاره دا تر ټولو منطقي ګام وو څو د خلکو وضعيت هم له نزدې څخه ووينم.»

يان کاممن وايي چې د خپل دغه اوږده سفر راهيسې هغه خپلو شاګردانو ته په لا درنه سترګه ګوري. دا ځکه چې هغوی ډېرې لاسته راوړنې لري. لومړی يې جرمني ژبه زده کړې او د دغه هېواد له کلتور سره يې هم ځان عيار کړی دی. خو له خپل دغه سفر څخه هاممن ډېرې پوښتنې هم له ځانه سره راوړې دي، يعنې د غريبۍ او شتمنۍ، تجارت او عدالت په هکله چې دغه اوس هم د ده د درسونو يوه برخه تشکيلوي.