1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیه د فوټبال د اروپايي اتلولۍ فاینل ته ووتله

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15N6i

پرون د اوکراین په دنیسک کي پرتګال د هسپانیې په مقابل کي لوبه وکړه او د پینالټيو پر وخت لوبه په ډېر احساساتي حالت کي، دوه د څلورو په مقابل کي د هسپانیې په ګته تمامه سوه. په دې ډول نو اوسنی اتل هسپانیه د فوټبال ددغي اتلولۍ د لومړني ټیم په حیث فاینل ته راووت. پاته دي نه وي چي نن به جرمني له ایټالیا سره لوبه کوي او د دغي مسابقې ګټونکی به د فاینل په لوبه کښي له هسپانیې سره مخامخ کیږي.