1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هر دويم آلمانی اسلام ضد احساسات ساتي»

۱۳۹۹ شهریور ۲۸, جمعه

په آلمان کي يو شمېر اسلامپوهانو د مسلمانانو پر وړاندي له مخ پر زياتېدونکي ضديت او د اسلام په رسميت پېژندلو کي له خنډونو شکايت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ig8j
Deutschland Fest des Fastenbrechens
په برلين کي د روژه ماتي يو انځورانځور: picture-alliance/AA/C. Karadag

په آلمان کي د ځینو اسلامپوهانو په وينا په دغه هيواد کي ورځ تر بلې د مسلمانانو سره ضديت زيات سوی دی. د آلمان د ګوتينګن ښار سره تړاو لرونکي د اسلام د چارو کارپوهي ريم شپيل هاوس ويلي دي چي په رسميت د اسلام د پېژندلو په ډګر کي لا زياتو هلو ځلو ته اړتيا سته.

د نوموړي دا څرګندونې د هغې په هغه تخصصي راپور کي راغلي دي چي د ادغام له پاره د رسنيو دفتر ته يې وړاندي کړی دی. په دغه راپور کي راغلي چي د نورو زياتو هڅو باوجوده به له دې وروسته هم د مسلمانانو په استازيتوب د يو واحد او مستقيم استازي شتون ممکن نه وي. دغې کارپوهي زياته کړې ده چي د  دوو لويو کليساوو د سازمانونو په پرتله په آلمان کي اسلامي سازمانونه ډېر کم مالي او د پرسونل امکانات لري.

شکونه او ضديت

د آلمان پخواني ولسمشر کرستين وولف د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر مياشت کي ويلي ول چي «اسلام د آلمان سره تړاو لري.» ريم شپيلهاوس وايي چي د وولف له يادې جملې وروسته د آلمان په مرکز او ايالتونو کي زيات پرمختګونه سوي دي. هغي زياته کړې چي البته له ۲۰۱۶ کال راهيسي پروسې او خبري اتري پرمخ نه دي تللي او حتی پر شاتګونه هم سته دي.
د اسلامي چارو دغې کارپوهې ويلي چي په آلمان کي مخ پر وړاندي د اسلام په وړاندي شکونه او د ضديت فضا پراخه سوې. د هغې په وينا دغې فضا په خبرو اترو کي د پرمختګ پر وړاندي خنډ دی. دغې کارپوهي د اسلامي توندلاريتوب زياتوالی هم د مثبتي فضا رامنځ ته کېدو پر وړاندي يو خنډ بللی دی.

Prof. Dr. Riem Spielhaus, Islamwissenschaftlerin
اسلامپوهه ريم شپيلهاوسانځور: Georg-Eckert-Institut

شپيله اوس د آلمان د هامبورګ او برېمن سيمي د مثبتو بېلګو په توګه يادي کړي دي. د هغې په وينا دغو دوو سيمو په ۲۰۱۲  او ۲۰۱۳ کالونو کې لا د اسلامي سازمانونو سره تړونونه لاسليک کړل، دا د هغه باوجوده چي دغه سازمانونو د آلمان د قانون له مخي د (Körperschaft des öffentlichen Rechts) حيثيت نه لاره. ياد حيثيت د ځانګړو شرايطو له مخي يوې ډلې يا سازمان ته ورکول کيږي چي له هغه وروسته دغه سازمان يا ډله معين عامه وظايف په غاړه اخيستلای سي. د شپيل هاوس په وينا د هامبورګ، برېمن او اسلامي سازمانونو تر منځ لاسليک سوي تړونونه د دين د عملي کولو په هکله ول. هغې زياته کړې چي د آلمان نيدرزاکسن او راين لاند فالڅ ايالتونو هم غوښتل چي د برېمن او هامبورګ تقليد وکړي خو خبري اتري ځنډېلي پاته دي.

د اسلام د چارو دغې کارپوهې په خپل راپور کي اضافه کړي چي د اسلامي رخصتيو او د جمعې د ورځي د لمونځ د ادا کولو په ترڅ کي د آلمان بعضي ايالتونو لکه برلين، هامبورګ، برېمن او بادن ويورتمبېرګ داسي اصول وضحه کړي دي چي په رڼا کي يې مسلمان کارکوونکي يا شاګردان رخصتي اخيستلای سي.

«هر دويم آلمانی اسلام ضد احساسات ساتي»

د ارتباطاتو د چارو آلماني کارپوه کای حافظ ويلي دي چي د څېړنو له مخي هر دويم آلمانی د اسلام او مسلمان ضد احساسات لري. د هغه په وينا اسلام زيات وختونه د تاوتريخوالي په شک، د مېرمنو سره د ناوړه چلند او ترهګرۍ په شک شکمن کيږي

د دغه کارپوه په وينا توندلارې ښو اړخو او د آلمان له پاره بديل ګوند د اسلام او مسلمانانو په هکله هغه انځور خپل کړی او سياسي کړی چي په ترڅ کي يې اسلام او مسلمانان دښمن تصور کيږي. نوموړي دا څرګندونې د اسلام او مسلمانانو د ضديت ضد تخصصي شبکې د يوې غونډي په ترڅ کي وکړې. ياده شبکه د کورنيو او فاميلونو له پاره د آلمان د وزارت له خوا حمايه کيږي.

له دې مخکي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۸مه) د آلمان د کورنيو چارو په وزارت کي د هغو کارپوهانو حلقې (UEM) غونډه لرله چي د مسلمانانو سره د ضديت په موضوع کي تخصص لري. د ياد وزارت په وينا د دولسو کارپوهانو دغه ډله «له علمي او عملي برخي څخه د موضوع په تړاو پراخ تخصص لري.»

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په دفتر کي د يادې حلقې د غونډي تمرکز د دولتي چارو د وزير کارکوس کېربر سره د افکارو پر تبادله وو. دغې حلقې د لومړي ځل له پاره خپله ياده غونډه لرله. د دغې حلقې دنده به دا وي چي د مسلمانانو سره د ضديت پديدې وپېژني او د يهوديانو سره د ضديت د پديدو سره يې پرتله او د مخنيوي له پاره يې لاري چاري ولټوي. ياده د متخصصينو حلقه د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر له خوا د سپتمبر په لومړۍ نېټه نومول سوې وه. په دغه حلقه کي د نورو تر څنګ د اسلام د چارو کارپوهان ماتياس روهه او ياسمين شومان هم شامل دي چي د ادغام او مهاجرت له پاره د آلماني مرکز سره تړاو لري.

آ./ا.ا./س.ر.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز مطلب (03.12.2017):