1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هره ورځ ۴۰۰ افغانان بې ځایه کیږي

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

د بخښنې نړيوال سازمان وایي چې په افغانستان کې د جګړې دوام او زور زیاتۍ هره ورځ څلور سوه افغانان مجبوروي چې خپل کورونه پريږدي او د کډوالي ژوند ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/148FH
انځور: AP

د بخښنې سازمان چې مقر ئې په لندن کې دئ وايي: «نیم ملیون افغانان چې له جګړو څخه تښتیدلي دي د حکومت او نړیوالو مرستندیو له پام څخه غورځول شوي دي او اوس د خپل هیواد په دننه کې په سرگردانۍ کې ژوند کوي.»

دغه سازمان یادونه کوي چې وسلوالو شخړو او زور زیاتیو تر بل هر وخت څخه اوس زیات افغان اغیزمن کړي دي. د ملګرو ملتونو د یو رپوټ له مخې یواځې په تیر میلادي کال کې ۳۰۰۰ ملکي وګړو په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. دغه شمیره د نورو کلونو په پرتله ډیره لوړه شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې ځایه شوو افغانانو وضعیت چی د دغه سازمان په خبره تر ډیرې کچې له پامه غورځول شوي دي د بشري حقونو له لحاظه یو ستر کړکیچ او ناورین گڼلې دئ.

د بخښنې په سازمان کې د افغانستان د وضعیت څیړونکې حریه مصدق، وایي چې په زرګونه کسان په یخنۍ کې پرته له دې چې یوه سر پناه ولري شپې او ورځې تیروي. میرمن مصدق زیاته کړې ده چې دغه کسان له لوږې سره مخامخ دي.

مصدق یادونه وکړه چې د خواشیني خبره دا ده چې افغان حکومت نه یواځي د دغو بې ځایه شوو کسانو د ستونزو د حلولو له پاره هڅې نه کوي بلکه هغوی ته د مرستو د رسیدو مخه نیسي.

د رپوټونو له مخې یواځې په کابل کې ۳۰۰۰۰ بې ځایه شوي کسان په دیرشو کمپونو کې ژوند کوي. سږنۍ ژمی چې په تیرو ۱۷ کلونو کې ساری نه لري د هغوی درد او رنځ نور هم زیات کړی دئ.

د بخښنې د نړيوال سازمان رپوټ وایي چې په نوموړو کمپونو کې د ناوړه روغتیایي شرایطو له امله ډیری ماشومان ناروغه دي. سر بیره پر دې ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري.

په رپوټ کی یادونه شوې ده چې د کډوالو په کمپونو کې کورنیو ته وخت په وخت ګواښ کیږي چې له هغو څخه ووځي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ځینې وختونه په کمپونو کې دولت پرته له دې چې د کمپ اوسیدونکو ته مخکینۍ خبردارۍ وکړي د هغوی د خیمو په خرابولو لاس پورې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د افغان حکومت اقدامات «بی ځايه، نامناسب، نا کافې دي اغیزه نه لري. دغه سازمان زیاته کړې ده چې حکومت د کورنیو بې ځایه شوو خلکو د ستونزو د حلولو له پاره هیڅ پلان نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړی دئ چې د کډوالو لومړنۍ اړتیاوې خیمې، خوراکي توکې، د څښاک اوبه او روغتيایي خدماتونه چمتو کړي.

دغه راز د بخښنې سازمان له بهرنیو او افغان ځواکونو څخه غوښتنه کړې ده چې له ولسي وګړو ساتنه وکړي. په رپوټ کې په طالبانو هم غږ شوی دئ چې په هغو سیمو کې چې دوی کنترول لري مرستندیو مؤسسو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته مرستي ورسوي.

عبدالباري حکیم (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش