1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات د يونسکو د کلتوري ميراث په نوم لړ کي د شاميلېدو دپاره ستونزي لري

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

ددې سره سره چي افغان حکومت هڅي کړي چي د هرات لرغوني اثارد يوننسکو د نړيوالي ټولني ميراث وګرځوي خو کوښښونو يې لکه څنګه چه ښايي هسي نتيجه نده ورکړې.

https://p.dw.com/p/QKkJ
د هرات ښار يو عمومي انځور
د هرات ښار يو عمومي انځورانځور: flickr.com / Herat

د هرات د اطلاعاتو او کلتورريس ولي شاه بهره وايي « ددې يو لوي علت د لرغونو منارونو تر منځ د سړک نه بنديدل اوبل په زاړه ښارکي د خپل سره کورونو جوړول دي چي د يونسکو لپاره خنډ پاته دي»

هرات د يونسکو په کلتوري ټولنه کي شاملول د افغانانو او افغان حکومت پخوانۍ هيله ده خو له تيرو څلورکلونو راهيسي په رسمي توګه دغه هڅي پيل سوي دي.

په کابل کي د يونسکو د عامه پوهاوي د دفتر مشرمحمدامين صادقي وايي په دغه نړيواله ټولنه کي د يوه ښارد ګډون پروسه ډير اوږده مراحل لري. پر دې سربيره چه د هرات پر ښار لا څېړني رواني دي خو په مخ کي يې څه ستونزي هم سته.

« په خوابدۍ سره به ووايم چي په هرات کي لا داسي شرايط ندي برابر چي دغه ښار د يونسکو د کلتوري ميراثونو برخه وګرځي. شرايط داسي دي هرښار چي د يونسکو برخه ګرځي بايد خپل سره ودانۍ جوړول يا ورانول هلته ونسي له بده مرغه په هرات کي لاهم په خپل سرودانۍ جوړيږي»

خو د هرات د اطلاعاتو او کلتوررئيس وايي چي، دوی په دا وروستيوکي د يونسکو غوښتنو ته په پام څه وړکارونه کړي دي.

بهره وويل د يونسکو د کلتوري ټولني له خواه په تيرو دوو مياشتو کي د منارونو په سيمه کي څه تحقيقي څېړني سوي دي او په نورو سيمو کي به هم د پلان له مخه تر سره سي، چي دا خپله له هرات سره د يونسکو د ميني ښکارندوی ده.

په هرات کي د جرمني د يوې لرغون پوهانو ټولني له خوا د ٦ کلني څېړني په ترڅ کي ٧سوه لرغوني سيمي په نښه او تاريخي لرغونتيا يي تر٢زره کاله وړاندي ياده سوه، چي ډيری اثاريې زاړه چي د کارپوهانو په خبره بيارغاوني ته اړتيالري.

هرات ښاريان هيله من دي چي د يونسکو په نوم لړکي شاميليدو سره به دغه ښارته دسيلانيانو په راماتيدوسره لرغوني اثارهم بيا ورغول سي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل