1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: ايران پر تيلو باندي بنديز نور هم سخت کړی دی

۱۳۸۹ دی ۶, دوشنبه

د هرات ولايت چارواکي وايي چي ايران تر اوسه پوري افغانستان ته د تيلو ټانکرو ته د ور تيريدو اجازه نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/QkNH
ايران د افغانستان سرحد ته نږدې شاوخوا ۱۶۰۰ ټانکره را گرځولي دي.
ايران د افغانستان سرحد ته نږدې شاوخوا ۱۶۰۰ ټانکره را گرځولي دي.انځور: AP

تيره ورځ د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال قسيم فهيم په تهران کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي موږ د ايران سره دې موافقې ته ورسيدو چي افغانستان ته د تيلو ټانکرو ته د ور تيريدو اجازه ورکړي.

خو په هرات کي د هغه ولايت د گمرک ريس خليق الله خليق د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چي ايران نه يوازي داچي پر خپل موافقې ندی دريدلی، بلکي اوس يې په ورځ کي افغانستان د څلورو ټانکرو د داخليدو اجازه ورکړې ده.

د هغه په خبره په داسي حال کي چي هغوی يعني ايران، تهران ته د فهيم د سفر تر مخه افغانستان ته د ورځي د پنځو څخه تر ۷ ټانکرو پوري د داخليدو اجازه ورکول.

ايران د درو اونيو راهيسي افغانستان ته د تيلو پر صاداتو باندي بنديز لگولی او د هغه هيواد په سرحد کي د افغانستان پولي ته نږدې شاوخوا ۱۶۰۰ ټانکره يې را گرځولي دي.

ايران ادعا لري چي دغه تيل په افغانستان کي مېشت بهرنيو ځواکونو ته وړل کیږي. خو افغان چارواکي وايي چي دغه تيل د هغه هيواد د وگړو د ورځني ژوند لپاره هلته ليږدول کيږي.

د افغان چارواکو په خبره د ژمي په دې ساړه موسم کي عام وگړي د ايران د سون موادو ته ډيره سخته اړتيالري او د کله راهيسي چي پر هغوی بنديز لگيدلی د افغانستان په يو شمېر ولاياتو کي د سونگ د موادو نرخونه ډير لوړ سوي دي.

د ژمي په دغه ساړه موسم کي د ايران له لوري د سون د موادو بندښت د غرب زون ټولو ولاياتو لکه هرات، فراه او نيمروزکي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دولتي مامورين وايي په بازارونوکي د سون د توکو نرخونه ډير لوړ سوي دي.

د هرات ښار د تيلو د يو پلورنځی خاوند دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل د تيلو ليټر مخکي په ۴۰ ولي اوس ۵۲ افغانيو ته لوړ سوی دی. هغه د ايران دغه کار ناسم وباله هيله يي لرله چي افغان دولت به د ستونزي د حل اقدام وکړي.

له بله پلوه د سون د توکو د يو سود اګري شرکت مشر د اسلام قلعه بندرڅخه په ټليفون سره ويلي چي، له دې امله چي ټانکرونه يې په کرايه نيولي د ورځي يونيم سل زره امريکايي ډالره خساره د موټرو چلونکي ځني اخلي. ده هم له ستونږي په شکايت د اړونده ادارې پاملرنه وغوږښته.

دغه راز د نيمروز امنيه قوماندان جنرال عبدالجبارپردلي ويلي چي هلته د تيلو بيه ۴۰سلنه اوچته سوې.

افغان سيمه ايزو چارواکو ويلي دي چي د ايران د بهرنيو چارو وزارت په زريعه خبري پيل کړي او د تيرو۴ورځوراهيسي د ورځي لږترلږه ۶ټانکره تيل راپريږدي. خوددغه هيواد د خلکواړتيا حداقل دورځي ۱۰۰ټانکره تيل دي.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم