1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالينډ جهاني قهرمان برازيل ته ماته ورکړه

۱۳۸۹ تیر ۱۲, شنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د يو پر څلرم فاينل مسابقو په اوله ورځ هالينډ برازيل ته 2پر 1 ، او يوروگوای گانا ته 5 پر3 سره ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/O9de
انځور: AP

د نن ورځي د يو پرڅلرم فاينل په مسابقو کښي په تعجب آوره ډول سره د ښه چانس درلوونکي ټيم برازيل ونه سوای کولای ، چه نيمه فاينل ته راووزي ، او مسابقه د هالينډ په گټه تمامه سوه .

د پورت اليزابت په سټوډيم کښي د 40000تماشاچيانو په مخکي د 1988 کال د اروپا اتل هالينډ وکولای سول د فټبال څو واري جهاني قهرمان برازيل ته ماته ورکي .

Flash-Galerie Fußball WM 2010 Südafrika Viertelfinale Uruguay vs Ghana
انځور: AP

په داسي حال کښي چه برازيليانو هالينډته په10دقيقه کښي گول ورکی ، او پر ميدان حاکم سول ، هالينډيانو تر تفريح پوري ونه سوای کولای گول ورکي .

تر تفريح وروسته په دوهم ميدان کښي برازيلي مېلو خپلي خواته پخپله گول ورکی ، او په 68 دقيقه کښي ورته د هالينډ د ملي ټيم تکړه فارورډ سنايدر د سر پواسطه بل گول ورکی .

NO FLASH Fußball WM 2010 Viertelfinale Ghana Uruguay
انځور: AP

په 83 دقيقه کښي برازيلي ميلو چه مخکي يې خپلی خواته گول هم ورکړی ؤ ، د آرين روبن سره د فول په نتيجه کښي سور کارټ واخيستی ، او د ميدان څخه وايستل سو . اوس چه د برازيل د ټيم يو نفر کم هم سو، بيا يې هم مسابقې ته د هالينډ سره په عين سطح کښي دوام ورکی ، او هالينډيانو ونه سوای کولای چي بل گول ورکي .

د هالينډ او برازيل د ټولي مسابقې په جريان کښي ډيري هيجاني او ښې صحنې رامنځته نسوې ، او ځکه نو د هالينډ د ټيم څخه مارک وان بومَل په حق سره وايي چه ،

« دواړو خواو ښايسته او هيجاني ميچ ونه کی . خو بیا هم زموږ تر منځ سخته مقابله روانه وه . د مسابقې په اوله نيمايي کښي موږ هميشه يو قدم وروسته ؤ . په دوهمه نيمايي کښي موږ کوښښ وکی ، د مسابقې ساحه پراخه کو ، او کله چي موږ طالع راوړل ، اوبازي 1پر 1مساوي سول ، ما دا احساس پيدا کی ، چه موږ بازي کنټرولوو . کله چه مو دوهم گول ورکی ، بيا مو نو تر پايه پوري سخت مقاومت وکی . »

Flash-Galerie Fußball WM 2010 Südafrika Viertelfinale Uruguay vs Ghana
انځور: AP

پدې ډول نو د هالينډملي ټيم چه په نارنجيانو باندي مشهوره دی ،د1988 کال راهيسي ددوهم وار دپاره نيمه فاينل ته راووتی . هغه وخت هالينډيانو پر برازيليانو باندي په آخري پينالټي کښي مسابقه بايلول ، او فاينل ته راونه وتل . خو دا پلا لکه څنگه چه آرين روبن وايي ، دهالينډ ملي ټيم ډير څه غواړي ، دی وايي ،

« اوس به نو تورلمنټ سم شروع سي . موږ اوس په اخري څلورو ټيمو کښي يو ، او زه فکر کوم ، چه موږ بايد پر ځان اعتماد ولرو ، چه نور هم مخته ولاړ سو . »

اوس به نو په نيمه فاينل کښي د جنوبي افريقا په کاپ سټډ کښي د سه شنبې په ورځ هالينډد يوروگوای سره مخامخ سي .

Fußball WM 2010 Niederlande Japan Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د يوروگوای او گانا تر منځ تر سره سوه، د يوروگوای په گټه تمامه سوه . پدې وسيله نو يوروگوای د افريقا د گټلو او اتل کيدو تخيلات د خاورو سره برابر ، او د خپل ځان دپاره يې د اتل کيدو دروازه خلاصه کړه .

گانا يوروگواي ته لمړنی گول داول ميدان د 45اضافي دوو دقيقوپر وخت ، يعني 47دقيقه کښي ورکی ،او بيا تر تفريح وروسته په 55دقيقه کښي يوروگوای گانا ته يو گول ورکی . بازي په همدې ډول دوام وکی ، او بايد د نيم ساعت دپاره نوره هم اوږده سوې وای . په اخري دقيقو کښي د يوروگوای د ټيم د فول له کبله گانا ته د پينالټي حق ورکول سو ، ليکن آسمووا په 121دقيقه کښي هغه مِس ، او بيا دواړه خواوو ته د5پينالټيو حق ورکول سو ، چه په نتيجه کښي گانا دوې مِس ، او مسابقه 5پر 3 د يوروگوای په گټه پای ته ورسيدل .

نن به پر يو پرڅلرم فاينل مسابقو کښي هسپانيه د پاراگوای او ارجنټين د جرمني په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

کالا کوپس /محمد قاسم نوري

کتونکی : فضلي