1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیوزیلند په افغانستان کې د ملکیانو د احتمالي وژلو پيښه څیړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

نیوزیلند د چهارشنبې په ورځ د هغو تورونو په اړه د څیړنو د پیلیدو امر وکړ چې ویل کیږي د دې هیواد ځانګړو ځواکونو د افغانستان په یوه کلي کې په ۲۰۱۰ کال کې د درو ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2vpNt
ISAF Soldaten aus New Zealand in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Ton Koene

د نیوزیلند پوځ دغه تور ردوي، چې د لومړي ځل له پاره د «وژل او بیا تیښته» تر عنوان لاندې تیر کال په یوه چاپ شوي کتاب کې یاد شوي دي. په کتاب کې ادعا شوې ده چې د SAS ځواکونو یوې ډلې دغه برید د نیوزیلند د یوه سرتیري تر وژل کیدو وروسته د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی. د دې برید په پایله کې د ناسمو استخباراتي معلوماتو له کبله د یاغیانو پر ځای ملکي وګړي په نښه شوي وو.

په کتاب کې دا هم راغلي دي چې پوځ د دغه ماموریت پر ناکامۍ پرده اچولي او ویلي یې وو چې په پیښه کې نهه یاغیان وژل شوي، په داسې حال کې چې پوهیدل وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د نیوزیلند د کارګرو ګوند په لومړي سر کې په دې اړه د یوې خپلواکې څیړنې غوښتنه کړې وه. خو کله چې یې تیر کال ټاکنې وګټلې نو د دې هیواد لوی څارنوال دیوید پارکر دغه موضوع وڅیړله. پارکر د چهارشنبې په ورځ پخوانی لومړی وزیر جیوفري پالمر او د سترې محکمې قاضي تیرینس ارنولد، د دې قضیې د څیړنې له پاره وګمارل.

پارکر وویل: «د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې عام وګړي باید د نیوزیلند پر دفاعي ځواکونو باندې اعتماد ولري، ما پریکړه کړې چې دا د خلکو په ګټه ده چې په دې برخه کې دې څیړنې وشي.»

پارکر روښانه کړې ده چې هغه د برید ویدیوګانې لیدلې چې ښيي په کلي کې وسله وال کسان موجود وو، خو هغه روښانه کړې ده چې له دې ویدیو نتیجه نه شي اخیستل کیدای او له همدې کبله د یوې څیړنې پیلولو ته اړتیا شته.

د څیړنې په ترڅ کې به د ترسره شوو عملیاتو په جریان کې د سرتیرو کړه وړه وڅیړل شي. دا به هم وپلټل شي چې ایا وژل شوي کسان ملکي وګړي ول او که یاغیان. په عین حال کې به دا هم روښانه شي چې ایا خلکو او حکومت ته د دغه ماموریت په اړه ورکړل شوي معلومات سم ول او که ناسم.

تمه کیږي چې څیړنه به تر یوه کاله پورې وخت ونیسي.

د نیو زیلند د دفاعي ځواکونو مشر برید جنرال تیم کیتینګ، ویلي چې هغه اوس هم پر خپلو مخکنیو څرګندونو باندې ولاړ دی: «د دې ماموریت په هره مرحله کې زموږ امنیتي ځواکونو په مسلکي ډول عمل کړی او اقدامات یې له هغو لوړو معیارونو سره برابر ول چې تمه یې زموږ له ځواک څخه کیږي.»

نیوزیلند په ۲۰۰۳ کال کې د بیا رغاونې د چارو یوه ډله او د ځانګړو ځواکونو یوه وړه ډله افغانستان ته واستوله. تیم او دونیل، په افغانستان کې د لسو وژل شویو نیوزیلندي پوځیانو په ډله کې یې لومړی وو چې په ۲۰۱۰ کال کې یې په افغانستان کې تر هغه وروسته چې د ګزمې موټر یې پر یوه ماین برابر شو، ووژل شو.

د نیوزیلند ځواکونو دغه برید بیا په بغلان ولایت کې د دونیل تر وژل کیدو څه نا څه دوه اوونۍ وروسته د اګست په ۲۲مه نیټه د امریکايي څرخي الوتکو په ملاتړ تر سره کړ. تر پیښې وروسته د تالا و برفک ولسوال محمد اسماعیل، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په پیښه کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي.

د نیوزیلند پوځ په لومړي سر کې د پیښې په اړه څه و نه ویل خو بیا وروسته یې د پیښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر نهه تنه وښود چې په خبره یې ټول یاغیان وو او ملیکانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.