1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داخلي مهاجرتونو په باب د نړيوال وجهي صندوق اندیښنه

۱۳۹۵ بهمن ۱۰, یکشنبه

نړيوال وجهي صندوق د بيرته ستنيدونکو افغان مهاجرو د شمير د زياتيدو په باب اندیښنه ښوولې او د روانو جګړو، داخلي مهاجرتونو او د بيرته ستنيدونکو کورنيو بهير ته په کتو يې، د دغه هيواد وضعيت د هر بل وخت په پرتله خطرناک بللی.

https://p.dw.com/p/2Wajl
Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
انځور: DW/S.Tanha

 په ۲۰۱۶ کال کې له ۷۰۰ زرو څخه ډیر افغان مهاجر خپل هيواد ته ستانه شول. حاضردمه له سوريې څخه وروسته افغانان د مهاجرو تر ټولو لويه ډله تشکليوي. دغه ارقام د پيسو نړیوال وجهي صندوق لخوا چې مرکز يې په واشنګتن کې دی، په يو رپوټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی دی وړاندې شوي دي.

د دغه سازمان د رپوت له مخې، د دوه نيم ميليونه داخلي مهاجرو او بيځایه شويو سربيره، د يونیم کال په ترڅ کې د مهاجرو بيرته ستنيدل به د افغانستان نفوس لس سلنه زيات کړي.

په رپوټ کې د افغانستان د اوسني او راتلونکي وضعيت په اړه جدي انديښنه ښودل شوې ده. رپوت کې ويل شوي دي: « د داسې يو هيواد لپاره چې د څو لسيزو راپديخوا په کې جګړه وي، د داخلي مهاجرتونو او بيکارۍ فضا په کې خورا بد حالت کې وي، د دولت وړتيا يې د مهاجرو د جذب په برخه کې په جدي توګه ښکته کوي».

د افغانستان په مختلفو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د وروځنيو جګړو له امله، امن ځايونو ته د تښتيدلو انسانانو شمير خپل نهايي حد ته پورته تللی او د يو نوی ريکارډ د جوړيدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر اساس، د کورنيو جګړو او ناامنيو له امله يوازې تيرکال له يونيم ميليون څخه ډیر افغانان داخلي مهاجرتونو ته اړ شول.

دغه سازمان تيره اوونۍ داخلي افغان مهاجرو او بيځایه شويو کورنيو سره د ۵۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو غوښتونکی شو او وې ويل چې په روان کال کې د افغانستان يو په دريمه برخه نفوس مرستو ته اړتيا لري او زياتوي چې دغه نفوس د تيرکال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوی دی.

افغانستان چې د تيرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې د نړيوالې ټولنې لخوا د ميليارډونو ډالرو په ارزښت مرستې ترلاسه کړي دي، لا هم يو خطرناکه او بې ثباته هيواد دی. افغانستان حاضردمه د انساني توسعې په لیست کې تر ټولو ښکته ځای کې قرار لري.

د انساني توسعې لست هغه جوړښت دی چې له مخې يې د هر هيواد برياوې د درو اساسي معيارونو له مخې (سالم او اوږد عمر، پوهنې او معرفت ته لاسرسۍ او د مناسب ژوند کچه) ارزول کيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.07.2016):