1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال مالي بحران د جرمني اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې

۱۳۸۷ آبان ۲۳, پنجشنبه

دتيرو کلونو اقتصادي وده پای ته رسيدلي او د جرمني د اقتصادي تموجاتو د راکښته کيدو پرځای بحران راغلی

https://p.dw.com/p/Ftt3
د موټر جوړولو فابريکو د موټرانو د نه رانيولو په سبب کارونه لږ کړي دي
د موټر جوړولو فابريکو د موټرانو د نه رانيولو په سبب کارونه لږ کړي ديانځور: AP

يوازي دڅوو اونيو په ترڅ کې اقتصادي وده ډيره خرابه سوه. خوسره له هغه هم سږ کال د اقتصادد منځنۍ ودي پايه چي 7,1 ته رسیږي ښه ده.خوکه اوسنۍ يعني دټول کال نه، بلکي اوسنۍ روانه وضعه په پام کي ونيوله سي نوليدل کيږي چي اقتصادي وده له رکود سره مخامخ شوې ده.

دموټرونو دجوړولو په فابريکو کي ددې لپاره چي څوک موټر نه اخلي توليدلږ سوی دی.او د ماشينونو دجوړولو صنا یع هغه فرمایشونه چي تراوسه ورکړل سوي دي جوړوي، اونوي فرمايشونه ډير لږ ورته راځي. او د توليداتو په نورو ساحوکي چي زياد تره د ليږدولو لپاره شيان توليدوي هم وضعه همدغه شانته ده.

د لنډي مودې په ترڅ کي د اقتصادي وضعي دخرابوالي دپای ته رسيدو انتظار نه کيږي. البته د المان اقتصاد هم د نړيوال مالي بحران،او د هغه له امله منځته راغلی اقتصادي پر شاتګ سره مخامخ دي که څه هم وضعه دټول اقتصاد دڅارني دکارپوهانو د جرګې د5 کسو پروفيسرانو په نظر د انديښنې وړ ده او ډيرشيان له هغو پيشګوييو سره چي دوی د خپلوڅارنو په وخت کي کړې دي سمون لري اوممکن ددې څارنو اوتحقيق له ټولو څخه مهمه جمله داوي چي د30 کلونواقتصادي بحران وضعه به رانسي.

که څه هم لنډه موده په مالي ساحه کي په منظم ډول بحران ډير ده ، خو د حکو متونو او د مرکزي بانکونو د ډیرزر عمل کولو له لاري د بانکونو او د بيمو د شرکتونو د افلاس مخه نيول شوې ده حکومتونو په ملياردونو د يورو، او ډالرو په واسطه تدابيرو، او اقدامونو دکولو له لاري،اومرکزي بانکونو د دربحې دښکته کولو له لاري بانکونوته مرسته وکړه المان به. د تيرو وختونو اشتباه ګاني تکرارنکړي، د مثال په توګه د المان حکومت به خپل شديد اقتصادي سياست يوڅه سست کړي، دغه حکومت غوښتل چي تر 2011 کاله پوري دخپلي بودجې کسر چي له لسيزو لسيزو راپدې خو ا يي لري له منځه يوسي، خو اوس يي، ځکه چي له بحران سره مبارزه وړاندي والي ورته لري له هغه څخه صرف نظر کړيدي .مالي بحران حل شوي ندي خو ترکنترول لاندي را وستل شوی دي.

دلنډي مودې په ترڅ کي المان له اقتصادي پر شاتګ سره مخامخ دي .ددي مانا داده چي ټول اقتصادي خدمات به تر راتلونکي پسرلي پوري پر شا لاړسي او وروسته له هغه به ځان بيرته هوساکړي.

دا دټول 2009 کال لپاره د رکود مانا لري که سړی اوسنی مالي او اقتصادي بحران په پام کي ونيسي داښه دي.که د5 کسو اقتصادي کارپوهانو مشورې په پام کي ونيولي سي، ددې بحران اغيزه به دکار پر بازار باندي دتقريباً 30000 کسو دبېکاره کیدلو باندي محدود پاته سي.

خوددې شرط دادی چي داقتصادي وضعي مخ په کرار کرار ودرول سي.پدې برخه کي ډيره مرسته د المان حکومت ، مرکزي بانکونه او مستهلکين کولای سي. د جرمني حکومت بايد د اقتصادي بنسټيزو او زده کړي په ساحوکي خپله پانګه اچونه رښتيا ډيره کړي اواروپايي مرکزي بانک دبيو د آرامه پاته کيدو په پام کي نيولو سره خپله ربحه لاټيټه کړي. او مستهلکين بايد ونه ډارسي او خپلي پيسې بايد په زغرده سره ولګوي.