1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"نړيوال دي اعانه نه راکوي، پانگونه دي وکړي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

افغانستان د شیکاگو غونډي ته له یوې لويي غوښتني سره روان دﺉ. دا هیواد په دې کنفرانس کي له نړیوالي ټولني څخه غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونه تمویل کړی.

https://p.dw.com/p/14wwC
انځور: AP

افغانستان وایي چي دغه پیسې چي نړیواله ټولنه به ئې افغانستان ته ورکوي اعانه نه ده، بلکي د هغوی په خبره دا یوه پانگونه ده چي نړیواله ټولنه ئې په افغانستان کې کوي.

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د ناټو ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. داسي بیره سته چي تر دې نېټې وروسته کیدای شي چي په افغانستان کي کورنۍ جگړه پیل شي او یا هم یاغیان لا پسې پیاوړي شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین، وايي چي افغانستان د تروریزم پر وړاندي د جگړې په لومړۍ کرښه کي دئ:

«دا اعانه نه ده. افغانستان اوس هم د نړۍ د ترورزم پر وړاندي د جگړې په لومړی خط کي دئ او په راتلونکې کي به هم وي. موږ افغانان به په راتلونکې کي هم په دې نړیواله جگړه کي قربانۍ ورکړو.»

افغانستان ته په ۲۰۰۱ کال کي نړیوال ځواکونه ورغلل او په دغه هیواد کي ئې د طالبانو رژیم راوپرځاوه. اوس مهال په افغانستان کي ۱۳۰۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي.

په پلان کي ده چي دا سرتیري به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي او د دغه هیواد امنیتي چاري به افغانانو ته وسپاري.

اوس نو نړیواله ټولنه په دې هڅه کې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د هغوی د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان حکومت پر ځای پاته شي او په دغه هیواد کي چاري د سمون پر لور رواني شي. افغانستان هم غواړي په دې خبري باندي ځان مطمئين کړي، چي تر دې نیټې وروسته به هم د نړیوالي ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ له ځانه سره ولري چي و کولای سي خپل امنیت وساتي.

افغانستان دا کار د نړۍ له پیاوړو هیوادونو سره د ستراتیژیک تړونونو په لاسلیکولو سره تر سره کوي. د رواني میاشتي په لومړیو ورځو کي ولسمشر اوباما په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید اوهلته ئې له افغان ولسمشر سره د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

افغانستان همداراز د المان په گډون له نورو هیوادونو سره هم ستراتیژیک سندونه لاسلیک کړل او تر ۲۰۱۴ وروسته ئې د مالي مرستو ژمني تر لاسه کړې.

د امریکا په گډون له نورو هیوادونو سره د افغانستان په ستراتیژیکي سندونو کي د مالي مرستو اندازه نه ده ټاکل شوې. دغه مرستې به د ناټو په راتلونکې غونډه کي چي د می د میاشتې پر ۲۰ او ۲۱ نېټه په شیکاگو کي جوړیږي معلومي شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین، وايي، چي افغانستان به د هغو مرستو په بدل کي چي له نړیوالي ټولني څخه ئې تر لاسه کوي، په دې هیواد کي له وروستیو لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړي او د نړیوالي ټولني ملگری به وي. لودین وویل چي افغانستان به د دغو مرستو له پاره د شرطونو له ټاکلو سره مخالفت وکړي:

«تر هرهغه وخته پوري چي تروریزم د افغانستان او نړیوالي ټولني له پاره گواښ وي د افغانستان خلک به د نړیوالو له پاره قربانۍ ورکوي. نړیواله ټولنه باید د دغو قربانیو درناوی وکړي او باید په دې خبره پوه شي چي هره مرسته به د دغه دوه اړخیزه همکاریو یوه برخه وي. دا مرستي به یوه پانگونه وي نه اعانه.»

لودین وویل چي افغان دولت باید پخپله له اداري فساد سره مجادله وکړي. هغه دا هم وویل چي اداري فساد نه یوازي په افغان دولت کي، بلکي د بهرنیو مرستو په قراردادونو کي هم په لوړه کچه موجود دئ.

د افغان ځواکونو له کلنیو ۴،۱ میلیارد ډالره لگښتونو څخه به پخپله افغان حکومت د کاله۵۰۰ میلیونه ډالر ورکړي. اټکل کیږي چي امریکا به له افغانستان سره دوه میلیارده ډالره مرسته وکړي او پاته برخه به د نړیوالي ټولني له مرسته څخه تمویل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل