1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيويارک د سخت طوفان چمتو والی نيسي

۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

د ايرينه نومي طوفان چي قطر يې 820 کلومتره دی د نيويارک پر لوري روان دی. دغه طوفان د شمالي کېرالاينا په ايالت کي له وړاندي لا سېلابونه رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/12Ocd
ايرينه د نيويارک پر لور روان دی
ايرينه د نيويارک پر لور روان دیانځور: AP

د امريکا په نيويارک ايالت کي د ايرينه نومي ستر طوفان د گواښ له کبله تقريبا 3 لکه اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودلو هدايت سوی دی. هغه کسان چي خپل کورونه پرېږدي د کور پر دروازو او کړکيو يې د لرگو تختې ټکوهلي دي تر څو د طوفان د زور څخه خوندي پاته سي.

د شنبې ورځي د ځايي وخت غرمې څخه وروسته به د نيویارک په نړۍ والو هوايي ډگرونو جان اېف کېنَډي، لا گارديا او نې وارک کي به د الوتکو د کښېنولو اجازه نه وي. هوايي شرکتونو څه باندي 7 زره پروازونو منسوخه کړي او خپلې الوتکي يې د سيمي نورو هوايي ډگرونو ته منتقلي کړي دي. په نيويارک کي د سېلابونو د راتلو د گواښ له کبله د سيمي ټوله ټرافيک هم درول سوی دی.

د شمالي کېرولائنا په ايالت کي د ايرينه طوفان مخ له وړاندي لا جگې د سېلاب څپې رامنځ ته کړي او د سخت باران سبب گرځېدلی دی. دغه طوفان د 820 کلومترو قطر لري چي له کبله يې د امريکا د بشپړه ختيځ ساحل درېيمه برخه د گواښ سره مخامخ کړې ده. ولس مشر باراک اوباما پدې ترځ کي د يوه داسي خطرناکه طوفان څخه خبرداری ورکړی چي ښايي د سيمي په نوي تاريخ کي نه وي رامنځ ته سوی.

د طوفان څخه د ويري له امله د اغېزمنو سيمو انسانانو مخ له وړاندي پر دُکانونو او مغازو مخه وکړه. هر څوک هڅه کوي چي د اوږدې مودې لپاره خوراکي توکي او ورته د اړتيا شيان ځېرمه کړي. داسي بيري رامنځ ته سوي دي چي د طوفان له امله به د اړتيا د شيانو په رسد کي ستونزې رامنځ ته سي.

و ايرينا ته ورته طوفانونه پخوا هم د امريکا ساحلي سيمي زيانمني کړي دي. د طوفانونو پر وخت د حکومت چلن او د ژغور عمليات لوی سياسي اغېز هم درلودلای سي. پداسي حال کي چي په راتلونکي مېلادي کال کي د امريکا د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې تر سره کېدونکي دي د اوباما اداره هڅه کوي چي هر څه سم او پر وخت تر سره سي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم