1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيتنياهو:يو غيري پوځي او هوايي پولي نه درلودونکی فلسطيني دولت منلای سو

۱۳۸۸ خرداد ۲۵, دوشنبه

دمنځني ختيځ د ستونزې په هکله د اسرايل د مشر وزير ځانګړې وينا د سولې په تړاو هغسي نه وه لکه زياتو خلکو چي يې هيله درلوده...

https://p.dw.com/p/I9Wu
د اسراييلو لومړی وزير بېنيامين نېتنياهو
د اسراييلو لومړی وزير بېنيامين نېتنياهوانځور: AP

نېتنياهو د فلسطين رياست مني خو يو داسي فلسطيني رياست چي نه خو به پوځ لري او نه به هم د خپلو هوايي پولو څښتن وي:

«که موږ ته د غېرپوځي کولو ګارنټي راکوله سي او د اسرايل له خوا وړاندي سوي اړين امنيتي قواعد ومنل سي او که فلسطينيان په رسميت داخبره ومني چي اسرايل د یهوديانو هيواد دی نو موږ به دحقيقي سولې لپاره چمتو سو. ددغه حل په ترڅ کي چي به د اسرايلي رياست اړخ ته د يوه پوځ نه درلودونکي فلسطيني رياست امکان ولري.»

په خپله نيم ساعته وينا کي د اسرايل مشر وزير د منځني ختيځ دستونزې د بعضو مرکزي ټکو په هکله هم وږغېدی. نېتنياهو وويل چي د فلسطيني مهاجرو ستونزه بايدچي د اسرايل څخه دباندي حل سي. معنی دا چي فلسطيني مهاجر به پرې نه ښودل سي چي په اسرايل کي خپلو آبايي ځايونو ته ستانه شي. بله داچي نېتنياهو وويل چي بيت المقدس به د اسرايل پلازمېنه پاتې کيږي. دا پداسي حال کي چي فلسطينيان د بيت المقدس ښار پر دو برخو وېشل او د ښار ختيځه برخه د فلسطين پلازمېنه ګرځول غواړي.

د غرب اُردن په سيمه کي د يهوديانو لپاره د نوي کلو د آبادولو د ستونزې په ترڅ کي نېتنياهو د باراک اوباما و غوښتنو ته هيڅ مثبت جواب نه درلودی. اوباما په څو څو ځله د اسرايل څخه غوښتنه کړې چي په غرب اُردن کي د يهوديانو آبادول بېله قيد وبسته ودروي. ددې غوښتنې په تړاو نېتنياهو وويل:

«تراوسه پوري موږ داسي کومه اراده نه لرو چي نوي کلي آباد کړو او يا هم د شته کلو ساحه پراخه کړو. خو دغه اړينه خبره ده چي ددغه کلو خلک وکولای سي چي يو عادي ژوند ولري او خپل اولادونه په نورماله فضا کي وروزلای سي لکه په نوره ټوله نړۍ کي چي يې مور او پلار کوي. اوسېدونکي نه زموږ او نه هم د سولې دښمنان دي. دوی زموږ ورونه او خوېندي دي.»

د نتنياهو ددې خبري مانا دا ده چي په کلو کي دننه د نفوس زياتېدو او د کلو د پراخېدو مخه به نه نيول کيږي. خو اوباماددغه امتياز ورکولو ته چمتو ندی. د فلسطين اولس مشر عباس هم په څو څو ځله ويلي دي چي دی به يوازي هغه وخت د سولې خبرو ته چمتو سي، کله چي بېله استثنا د يهوديانو آبادول ودرول سي.

نېتنياهو د حماس سره د هر ډول خبرو اترو امکان رد کړی او د غزې دکړکېچ پړه يې د فلسطين پر کورواکې ادارې واچوله:

«د فلسطينيانو لپاره مهمه خبره داده چي دوی يوه بنسټيزه پرېکړه وکړي. دوی بايدد حماس دلاري او د سولې د لاري ترمنځ د يوې لاري انتخاب وکړي. دا د فلسطين د کورواکي ادارې دنده ده چي په غزې کي نظم او قانونيت رامنځ ته کړي او حماس کنټرول کړي. اسرايل به د هغو تره ګرو سره هيڅ خبري اتري ونه کړي چي اسرايل تباه کول غواړي.»

فلسطيني کورواکي ادارې د نېتنياهو وينا خسته غندلې ده. د فلسطين ځانګړي مشر استازي سېب اېره کات د سولې لپاره د نېتنياهو شرايط په سخته رد کړي دي. نوموړي ويلي چي نېتنياهو د ستونزې يو جانبه هواری غواړي او د سولې د خبرو اترو لېواله نه دی. اېره کات زياته کړې چي نېتنياهو په اصل کي يو فلسطيني رياست ندی منلی بلکه داسي شرايط يې ايښي دي چي د يوه خپلواکه فلسطيني رياست منځ ته راتلل ناشوني کړي. د فلسطيني اولس مشر عباس صلاح کار نبيل ابو روداينه ويلي دي چي نېتنياهو په خپله وينا سره په سيمه کي د سولې راوستلو په موخه تر سره کېدونکو هلو ځلو زابوتاژ کړی دی.

Engelbrecht/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل