نيتانياهو: الماني اوبتلې زموږ د امنيت له پاره ډیرې مهمې دي
۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سهشنبهاعلان
د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو، اسرائيلو ته د الماني اوبتلونو استول د خپل هيواد د امنيت ټينګولو په لار کښي يو مهم ګام بللی دئ.
نيتانياهو له المانۍ ورځپاڼې «بيلډ» سره په مرکه کښي ويلي دي چي المان اسرائيلو ته د يوه بل اوبتل له استولو سره دا ډاډ ورکړی دئ چي د اسرائيلو امنيت ورته ارزښت لري.
هغه زیاته کړې ده چې اسرائيل به هيڅ وخت له نورو ملتونو څخه دا و نه غواړي چې د يهودي دولت له پاره وجنګيږي. د المان حکومت د دوشنبې په ورځ اسرائيلو ته د درو اوبتلو د استولو په اړه د اپوزيسون انتقادونه رد کړل.