1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيازی: په جنوب ختيځ زون کي بشري وضعيت د انديښنې وړ دی

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

د جنوب ختيځ زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر شفيق الله نيازي د دويچه ويله سره په ځانګړې مرکه کي د هغه زون بشري حالت د انديښنې وړ بللی او ويلي چي هلته ماشومان د وسله والو ځواکونو په ليکو کي جذبيږي.

https://p.dw.com/p/R2mP
په جنوب ختيځ زون کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر شفيق الله نيازی
په جنوب ختيځ زون کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر شفيق الله نيازیانځور: Faridullah Zahir

دويچه ويله: په جنوب ختيځو ولايتونو کي د بشري حقونو روان وضيعت ځنګه دى؟

نيازى: د بشري حقونو وضيعت د افغانستان په کچه د اندښني وړ دى، همدا شان په جنوب ختيځ زون کي هم ځيني پرتې ستونزي سته ، چي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په وړاندي يو جدي ګواښ دى او موږ يي انديښمن کړي يو.

دويچه ويله: په څانګړې ډول کومو ګواښونو انديښمن کړي ياست؟

نيازى: تاسو ته بهتره معلومه ده ، چي په يوه هيواد کي امنيت تر ټولو مهمه او اساسي موضوع ده ، که چيري په يوه هيواد کي امنيت ښه نه وي، نو هلته حتماً د بشري حقونو په وړاندي ستونزي موجودي وي. اوس وخت د جنوب ختيځ زون په ځينو سيمو کي د امنيت د نه شتون له امله پر نورو مسايلو سربيره ، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي په شمير کي ډير زياتوالى راغلى. په وروستي راپور کي د تير کال په پرتله د ملکي تلفاتو په برخه کي ۵،۵ فيصده زياتوالى ښودل سوى. دغه فيصدي د بشري حقونو د کمېسيون لپاره د ژوري انديښنې وړ ده. بل د شپي له مخي د خپلسرو عملياتو کول او د بي ګناه خلک نيول هم د بشري حقونو وضعيت ننګوي.

دويچه ويله: په دې زون کي د ښځو او ماشومانو په وړاندي کومي ستونزي موجودي؟

نيازی په پکتيا کي د دويچه ويله له خبريال فريدالله ظاهر سره د مرکې پر مهال
نيازی په پکتيا کي د دويچه ويله له خبريال فريدالله ظاهر سره د مرکې پر مهالانځور: Faridullah Zahir

نيازى: په جنوب ختيځ زون کي ښځي او ماشومان هم ځيني ستونزي لري. ماشومان اوس مهال درانه او شقه کارونه کوي او حتي د ځينو ماشومان تذکرې بدليږي او د وسله والو ځواکونو په ليکو کي هم ځاى پرځاى کيږي. اوس مهال يو شمير کم عمره ماشومان سته ، چي په ملي اردو او ملي پوليسو کي دندي ترسره کوي.

دويچه ويله: په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کي د ښځو په وړاندي، ناوړه دودونه خنډ دي، د هغوی په ليري کولو کي کومي لاسته راوړني لری؟

نيازى: هغه کوم حقوق او امتيازات چي د ښځو لپاره په اساسي قانون، په بشري قوانينو کي او دغه راز په اسلامي قوانينو کي ورکړل سوي، په دغه زون کي ښځو ته نه دي ورکړل سوي. خو په جنوب ختيځ زون کي ډير مسایل د قومي دودونو په اساس حل کيږي، اوس په بدو کي د انجونو ورکولو پيښي ډيري کمي سوي ، خو داسي هم نه سو ويلای، چي بيخي نه سته.

بل د نجونو پر سر لوړ ولور ددغه زون ځوانان ددې پر ځاى چي ښوونځى او پوهنتون ته ولاړسي ، بهرنيو هيوادو ته مسافر سوي ، ترڅو د خپل کوژدن تړل سوى پور پرې کړي.

اوس پدي زون کي داسي سيمي هم سته ، چي د يوې نجلۍ د وديدو پرسر له پنځو لکو نيولې تر لسو لکو افغانيو پوري، ولور اخيستل کيږي.

داسي هم سته ، چي ډيری نجوني د لوړ ولور له امله بې مېړه پاته سوي او په خپل کور کي ناستي دي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل