1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوکيا اوس د تليفون په بازارکي رقابت نسي کولای

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

په نړۍ کي د لاسي تليفون جوړولو تر ټولو لويه کمپنۍ، نوکيا، پرون اعلان وکړ چي په راتلونکو دريو مياشتو کي به يي د خرڅلاو کچه کښته سي.

https://p.dw.com/p/11S3g
نوکيا تليفونونه
نوکيا تليفونونهانځور: picture alliance/dpa

دغي کمپني مخکي ويلي وه چي د روان کال په دويمو درو مياشتو که به 6.6 ميليارده ډالره فروشات ولري خو اوس وايي چي دغه به6.1 ميليون ډالره وي.

د نوکيا د چارواکو په حواله په راتلونکو درې مياشتو کي به د نوکيا د محصولاتو او خدمتونو بازار، لکه څنګه چي اټکل يې کيدی هغسي تود نه وي:

د نوکيا کمپنۍ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، د روان کال په دويمو درو مياشتو کي به د نوکيا د محصولاتو د خرڅلاو په کچه کي ټيتوالی راسي.

د دغه خبر په خپريدو سره سمدلاسه د نوکيا په اسهامو کي ټيتوالی راغی چي د دغي کمپني اسهام يي د 1998 کال را په دې خوا تر تولو ټيټي بيي ته را کښته کړل.

د نوکيا د چارواکو په حواله د دغي کمپني د محصولاتو او خدمتونو د بيي او خرڅلاو د اندازي ټيټوالی کيدای سي چي ټول کال دوام وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي نوکيا پخوا ويلي وه چي د محصولاتو خرڅلاو به يې د کال په اخرو کي لوړ سي.

اوس نوکيا وايي چي تر دي وروسته به د ټول 2011 کال د خرڅلاو په اړه معلومات خپاره نه کړي او يوازي د لنډي مودې اعداد او ارقام خپاره کړي.

اوس هم نوکيا په نړي کي د گرځنده تليفون تر ټولو ستره کمپنۍ ده. خو دغي کمپنۍ په دې ورستيو کلونو کي په خپل خرڅلاو کي ډير کموالی را وستی.

د کمپنۍ د چارواکو په خبره، ددوی په خرڅلاو کي وروستی ټيټوالی د کرځنده ټليفونو ‎په مارکيت کي د بې حده جدي رقابت له وجي رامنځ ته سوی.

په مارکيت کي د ښه رقابت د کولو په موخه اوس نوکيا د مايکروسافت کمپني سره يو تړون لاس ليک کړی.

د دغه تړون له مخه به د روان کال په اخرو کي لومړی د «ويندوز سيستم» لرونکي نوکيا کرځنده ټيليفون بازار ته راسي چي اټکل کيږي ډير پيريدونکي به ولري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل